د هري پور ضلعې انتظاميې دوړ درياب كښې د سېلاب خبردارے جاري كړو

اېبټ آباد 10 جولائي (اے پي پي)هري پور كښې ضلعې انتظاميې د سيلاب راتللو له امله هنګامي خبردارے جاري كړے دے۔د هري پور ضلعې انتظاميې لخوا جاري اعلاميه كښې وئېلې شوي لويه سيلابي چپه د هرنو ايبټ آباد څخه هري پور پلو راروانه ده٬ لهذا ټولو وګړو ته به سختۍ سره خبردارے وركولې شي چې هغوي د دوړ درياب څخه لرې شي ځكه چې د اوبو چپه ډېره تنده ده او د ن لا زياتېدو اندېښنه ده۔