
كوئټه ۔9 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګټي وئېلي دي صوبه كښې د غوره واكمنۍ او موثر سروس ډيلوري لپاره په لويه پېمانه اصلاحات ضروري دي ٬ دې مقصد لپاره مونږ اصلاحاتي ايجنډا په هر صورت مخ په وړاندې بيايو ٬ دغسې چې په حكومتي نظام د اولس باور بحال شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پخپله مشرۍ كښې د ټولو محكمو د انتظامي سېكرټريز مهمې غونډې ته وكړه ٬ غونډه كښې د بلوچستان چيف سېكرټري پشممول اعلې چارواكو او اړوندو لوړ پورو ګدون كولو ۔