ډېره مراد جمالي٬ د پوليس ګاډي ته خواته چاؤدنه كښې درې پوليس ژوبل شول

دېره مراد جمالي۔7 جولائي (اے پي پي) د دېره مراد جمالي په سيمه كښې د هائي وے پوليس ګاډي سره نزدې چاودنه كښې درې پوليس اهلكار ژوبل شول كوم جې روغتون ته منتقل كړے شول۔ د پوليس تر مخه د دېره مراد جمالي په ربيع قدير كوټ سيمې سره د هائي وے ګاډې سره چاودنه وشوه جې پكښې سب انسپكټر غلام مرتضې منګي ٬ كانستېبل نېك محمد بګټي او كانستېبل هارون ژوبل شول۔ ګاډي ته زيان ورسېد او ژوبل شوي كمسان نزدې روغتون ته ورسول شول۔ امنيتي اهلكارو سيمه ولقه كښې اغستو سره لټون پېل كړے دے۔ وروستو ډي ائي جي پوليس نصير آباد عاصم خان په هائي وے پوليس ګاډي چاودنه كښې د ژوبل شوو الكارو عيادت له سول روغتون ته ورسېد او ايم ايس سول روغتون داكټر حبيب بندراني ته يې خاص سپارښتنه وكړه چې د ژوبل شوو په علاج كښې كومه بې غوري ونه كړې شي۔