جھل مګسی كښې د عاشور ورځ په عقیدت او احترام سره ولمانځلې شوه

کوئټه 07 جولائي (اے پي پي) جھل مګسی كښې د عاشور ورځ (10 محرم الحرام) په عقیدت او احترام سره ولمانځلې شوه۔په دې موقع 4 ماتمی جلوسونه ګنداواہ، جھل مگسی ښار ، نوشهرہ او کوټړا كښې د مرکزی امام باړو څخه برآمد شول چې پكښې 2 زره څخه زيات عزادارانو ګډون وكړو ۔ ټول جلوسونه خپلو روایتی لارو څخه په تيريدلو په امناكه ډول پائې ته ورسيدل۔په دې موقع د امنيت كوټلې انتظامات شوي وو ۔ 350 څخه زيات لیویز او 300 پولیس اهلکار تعینات وو ،د ایف سي ډلي چمتو ولاړې وې دغسې سپیشل برانچ او سي ټي ډي اهلکار هم چمتو وو۔په ټولو داخلی او خارجی لارو واک تھرو ګيټس او سي سي ټي وي کیمرې لګولې شوې وې د كومو نګرانی چې ډی سی آفس کنټرول روم څخه كيدله۔ د جھل مګسی ډپټی کمشنر سید رحمت اللّٰہ شاہ د جلوسونو سکیورټی صورتحال پخپله جاج اخستلو۔د روغتيا محکمې ایمبولینسیں، ډاکټرز او پیرامیډیکل سټاف هم د جلوس سره وؤ او د ګډون كوونكو يې طبی مرسته كوله۔