
پېښور 02 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ علي امين خان ګنډا پور د باجوړ چاودنې په سختو ټكو غندنه كولو سره اړوندو چارواكو څخه د پېښې رپورټ غوښتے دے۔ د جاري بيان له مخې وزيراعليٰ په چاٶدنه كښې د ناٶګئۍ د اسسټنټ کمشنر او تحصليدار پشمول د څلورو اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه كولو سره د شهيدانو كورنيو سره د همدردۍ څرګندونه كړې ده ۔ په دې موقع علي امين ګنډا پور د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره په پېښه كښې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔ ده ووئيل په پېښه كښئ ژوبل شوو كسانو ته دې د درملنې غوره آسانۍ وركرې شي او د باجوړ په روغتونونو كښې دې اېمرجنسي نافذ كړې شي ۔ ده ووئيل د شهيدانو د كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔ ده ووئيل د اولس په خدمت او حفاظت مامور اهلكار په نخښه كول د افسوس او غندنې وړ فعل دے۔ ده ووئيل بزدلانه اقدام څخه به د حكومت او اولس حوصلې كمزورې نشي٬ د اولس حكومت او ادارې د ترهګرۍ د خاتمې عزم لري۔