
اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي سره د عمان د بوشر بائيکرکلب بائيکرز د پاکستان پيپلز پارټۍ ګلف او د مېنځني آسيا هېوادونو صدر ميا منيرهنس په مشرۍ كښې د نهې په ورځ په ګورنر هاٶس اسلام آباد كښې ليدلي دي ۔ په پلاوي كښې کيپټن عيسيٰ الحسني، ماجد الرواحي، محمد النباني، کامل الوهيبي، محمد کاشف، محمد معيني، ماجد الوهيبي اومحمد الرواحي شامل وو۔ د دې نه وړاندې ګورنر هاٶس ته په راتګ ګورنر د پلاوي تود هركلے وكړو۔ د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول د خيالاتو څرګندونه وشوه۔