
اسلام آباد۔27جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په سوات كښې د سېلاب له امله د قيمتي ځانونو په زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كرې ده۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې سيد يوسف رضا ګيلاني د حق رسېدليو وګړو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره ووئيل په دې سخت وخت كښې مونږ ځپليو كورنيو سره يو برابر ولاړ يوو۔ ده په حق رسېدليو له د بخښنې٬ لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د بې دركه وګړو درك لګولو له ټول وسائل كارولې شي۔ ده ووئيل په داسې پېښو كښې د رياستي ادارو په وخت او فعاله كارروائي د اميد څرك ثابتيږي۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې سېنېټ به د بشري حقونو تحفظ او قدرتي آفتونو څخه په رامخې ته شوي صورتحال قابو موندلو له فعاله پالېسي جوړولو كښې خپل كردار ترسره كوي۔