اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سره د آزاد جمو و کشمير پخواني وزيراعظم سردار تنوير الياس، سردار احمد صغير، علي شان سوني او سردار عمر تنوير پشمول پلاوي په كراچۍ كښې ليدلي دي ۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع پلاوي په پيپلز پارټۍ كښې د شاملېدو اعلان وكړو۔ صدر مملکت …
صدر مملکت آصف علي زرداري سره د آزاد کشمير پخواني وزيراعظم سردار تنوير الياس وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سره د آزاد جمو و کشمير پخواني وزيراعظم سردار تنوير الياس، سردار احمد صغير، علي شان سوني او سردار عمر تنوير پشمول پلاوي په كراچۍ كښې ليدلي دي ۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع پلاوي په پيپلز پارټۍ كښې د شاملېدو اعلان وكړو۔ صدر مملکت د پلاوي هركلي كولو سره دوي له په ګوند كښې په شاملېدو مباركي وركړه۔ په دې موقع د صدر آصف علي زرداري مشره خور٬ د پيپلز پارټي د مېرمنو ونګ صدره او اېم پي اے فريال تالپور، د پنجاب ګورنر سردار سليم حېدر٬ د پيپلز پارټۍ سينئر لارښود سليم مانډوي والا، د آزاد کشمير پخوانے صدر سردار محمد يعقوب خان، فېصل ممتاز راټھور، چوهدري محمد رياض او سردار ضياء القمر، د سندھ داخله وزير ضياءالحسن لنجار، صوبائي وزير حاجي علي حسن زرداري او اېم پي اے سهيل انور سيال هم موجود وٶ٬ ګډون كوٶنكو د هېواد په سياسي او معاشي وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه او قامي مفاهمت، اتحاد او د اولسي مسئلو حل لپاره يې د موثره لائحې د خپلولو په ضرورت زور راوړو










