سېنېټر اېمل ولي خان په نړيوال سيمينار كښې ګډون لپاره ماسکو ته ورسېد

پېښور 20 جون (اے پي پي) د عوامي نيشنل پارټي (اے اېن پي) مرکزي صدر سينيټر ايمل ولي خان په غېر رسمي دوره ماسکو ته رسېدلے دے چرته چې به په نريوال سمېمينار كښې ګډون او وېنا كوي۔ د اے اېن پي لخوا د جاري بيان له مخې د سېمينار موضوع د لوېديزو هېوادونو لخوا په روسيه او نورو هېوادونو د لګولے شوو بنديزونو پاليسي٬ په يوكراېن كښې د جاري شخړې وجوهات، د روسيه فيډريشن لخوا د مسئلې سوله ايز حل له هلې ځلې او د روسيه پاكستان اړيكو په موجوده اېجنډا اډانه ده۔ ايمل ولي خان به د خپلې وېنا په مهال د دې مسئلو په اړه موقف وړاندې كوي او د اېمل دا وېنا نړيوالې ورورولۍ سره د مثبت مكالمې٬ افهام و تفهيم او په منطقه كښې استحكام لپاره اهميت لري٬ دا دوره د اے اېن پي د هغه اصولي موقف عكاسي كوي چې د نړيوالو شخړو حل يوازې په خبرو اترو٬ جمهوري رويو او د سفارتي روابطو د لارې ممكن دے