نړيواله ورورولي دې د ايران او اسرائيل ترمينځه د جنګ بندۍ لپاره سمدستي كردار ادا كړي٬د امنيتي ادارو ضروريات به تر سره كوو۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف وفاقي كابينې غونډې ته وينا

اسلام آباد 18جون(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د ايران او اسرائيل ترمينځه جنګ څخه پېدا شوے صورتحال تشويشناك او منطقې او نړيوال امن لپاره ډېر خطرناك دے٬پاكستان په ايران د اسرائيلي جارحيت غندنه كړې٬ نړيواله ورورولۍ دې د ايران او اسرائيل ترمينځه د جنګ بندۍ لپاره سمدستي كردار ادا كړي٬هند سره په جنګ كښې لوي څښتن مونږ ته لويې كاميابي راكړی۔د بلاول بهټو زرداري په مشرۍ كښې پاكستانې پلاوي امريكا٬اروپا او نورو هېوادونو كښې د پاكستان دريځ په بشپړ ډول وړاندې كړے٬د امنيتي ادارو ضروريات به تر سره كوو٬په بجټ كښې پي ايس ډي پي لپاره 1000 راب روپۍ اېښودلې شوي٬په تنخاګانو كښې 10 فيصد اضافه شوې٬آئي ايم ايف ته مونږ وئېلي وو چې په كركيلې به كوم ټيكس لګېدو له نه وركوو۔د شورو په ورځ د وفاقي كابينې غونډې ته خطاب كښې وزيراعظم ووئېل د ايران او اسرائيل ترمينځه جنګ له امله صورتحال ډېر تشويشناك او افسوسناك دے٬اسرائيل زمونږ د ګاونډي هېواد ايران په ضد ښكاره جارحيت كړے چې پكښې ګن شمېر كسان شهيدان او ژوبل شوي٬ما٬نائب وزيراعظم او خارجه دفتر د دغې جارحيت بشپړه غندنه كړې٬نړيوالې ورورولۍ له د جنګ بندۍ لپاره هڅې كول پكار دي۔وزيراعظم ووئيل زما په دې اړه د ايران صدر مسعود شكيان سره په ټېليفون تفصيلي خبرې شوي٬ د تركيې صدر رجب طيب اردوان هم خبره كړی٬د ايران صدر سره په خبرو كښې ما د پاكستان اولس لخوا د ايران سره د بشپړه يو والي څرګندونه كړی٬ ده ووئېل لوي څښتن دې وكړي چې د هلته زر تر زره امن راشي ځكه چې دا جنګ نه يوازې منطقې بلكې نړيوال امن لپاره هم ډېر خطرناك دے۔وزيراعظم ووئيل د غزه صورتحال هم تشويشناك او افسوس ناك دے٬ 50 زره څخه زيات ماشومان٬بوډاګان٬ميرمنې٬ ځوانان٬ډاكټران او انجينئران شهيدان شوي٬غزه كښې ظلم او بربريت كيږي٬نړيوال ضمير به كله ويخيږي۔ده ووئيل نائب وزيراعظم او خارجه وزير په 21 او 22 جون د او آئي سي خارجه وزيرانو په غونډه كښې ګډون لپاره تركيې ته ځي٬ د تركيې صدر رجب طيب اردوان سره هم زما خبره شوې وه٬د هغه هڅې او د هغه دريځ هم ښكاره دے۔د وفاقي بجټ په اړه وزيراعظم ووئيل وفاقي بجټ وړاندې كړے شو٬د خزانې وزير٬د خزانې سيكرټري٬د ايف بي آر چيئرمېن او د دوي ډلې پورا محنت كړے٬اتحادي ګوندونه هم په بجټ باور كښې اخستلے شوي٬ دا مهال پرې پارليمان كښې بحث روان دے۔وزيراعظم ووئيل آئي ايم ايف ته مونږ وئېلي وو چې په كركيله به كوم ټيكس لګېدو له نه وركوو٬نه په سره او نه د چينجو په داروګانو ټيكس لګي٬آئي ايم اېف زمونږ دا خبره منلې ده په دې د هغوي مننه كوو٬ ده ووئېل د كركيلې څانګه د وړاندې نه د فشار ښكار ده٬د دې پرمختګ لپاره مونږ له دا پريكړه كول وو٬ د 6 نه تر په 12 لكه آمدن يوازې يو فيصد ټيكس لګولے شي كوم چې تېر كال 5 فيصد و۔په بجټ كښې په تنخاګانو كښې 10 فيصد اضافه شوی۔وزيراعظم ووئېل هند سره په جنګ كښې لوي څښتن مونږ له لويې كاميابي راكړی٬د لوي څښتن په فضل او كرم د پاك پوځ په ښې كاركردګي او د 24 كروړه اولس د مينې او ملاتړ سره مونږ په دې جنګ كښې لويې كاميابي ترلاسه كړی٬ترهه كرۍ په ضد هم جنګ لپاره عزم لرو او په دې غرض پاك پوځ ته ضروري سازو سامان رسولو لپاره مالياتي ګنجائش په بجټ كښې زيات كړے شوے ځكه چې دا وخت ضرورت دے۔وزيراعظم ووئيل د پي ايس ډي پي حجم هم زر اربه روپۍ اېښودلے شوے٬مونږ د چېلنجونو باوجود يوه لوظ نامه كړی هغه به پوره كول وي٬مونږ د هغوي په شان نه يو كومو چې وعده خلافي كولو سره د هېواد معيشت ديواليه كېدو ته نزدې كړے ؤ ٬ ده ووئېل لوي څښتن شكر كوو چې مونږ په كال 2023 كښې نه يوازې هېواد ديواليه كېدو څخه بچ كړو بلكې نن هېواد ترقي كوي۔وزيراعظم ووئيل چ يو پلاوې د بلاول بهټو زرداري په مشرۍ كښې د هېواد دريځ وړاندې كولو لپاره بهر هېوادونو ته تللے و٬پلاوې نورو هېوادونو ته د پاكستان دريځ په بشپړه توګه وړاندې كړے ٬بلاوي د امريكې٬اروپاﺀ او نورو هېوادونو دوره كړی٬بلاول بهټو زرداري او د پلاوي ټولو غړو د هڅو ستائنه كوو چې هغوي بهر د پاكستان بشپړه نمائندګي كړې ده ۔