اسلام آباد 18جون(اے پی پی)د پاكستان پيپلز پارټۍ د قامي اسمبلۍ غړي فتح الله ميا خېل وئېلي دي حكومت دې ډيره اسماعيل خان كښې سېلاب ځپلو له اعلان كړے رقم سمدستي باوري كړي٬ ډېره اسماعيل خان كښې دې د سېلاب څخه تباه شوے انفراسټركچر بحال كړے شي۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په بجټ بحث كښې ده ووئيل د اسرائيل جارحيت مقابله ټولې اسلامي نړۍ له په ګډه پكار ده۔ده ووئيل هند ته په بشپړ ځواب وركولو د پاك پوځ٬ايئر فورس او پاك بحريه كردار د ستائنې وړ دے۔ده ووئيل د پاكستان پيپلز بارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري اسلامي نړۍ٬كشمير او د پاكستان مقدمه د نړيوالې ورورولۍ په وړاندې په موثر انداز وړاندې كړې۔ده ووئيل راتلونكو څو ورځو كښې به بلاول بهټو زرداري پاكستان ته راځي٬د هغه دې بشپړ هركلے وكړېے شي۔ده ووئيل د كشمير كمېټۍ چيئرمېن رانا قاسم نون برتانيه ته تللو سره د كشمير مقدمه په موثر انداز وړاندې كړې٬كله چې هغه د كشمير كمېتۍ چيئرمېن جوړ شو نو په ټوله نړۍ كښې د كشمير مسئله رامخې ته كړی شوه۔ده ووئيل د اوبو نه بغېر ژوند تېرول ګران دي٬زما حلقه كښې زياتره آبادي د اوبو آسانيو څخه محرومه ده۔ده ووئيل تېر سېلاب كښې زمونږ د ضلعې ټول انفراسټركچر تباه شوے٬خو د حكومت لخوا د خلكو د كورونو جوړولو لپاره اعلان كړی مرسته نه ده وركړې شوې او خلق بې يار و مددګار ناست دي