
کوئټه 04 جون (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي وئيلي دي چې د صوبائي اسمبلۍ نوې وداني د كلتوري رنګ ٬ رواياتو او د سباٶن د ضرورتونو له مخې جوړٶ كومه به چې د اولسي نمائندګۍ دا فورم لا فعاله كړي٬ په راتلونكي بجټ كښې به په ترجيحي بنيادونو ځوانانو لپاره د روزګار موقعې پېدا كولې شي۔ ده دا خبرې په كوئټه كښې د صوبائي اسمبلۍ د نوي بلاك او آډيټوريم هال پرانستې په موقع وكړې۔ په دې موقع صوبائي وزيران٬ پارليماني سېکرټريز او د اسمبلۍ غړي هم موجود وو۔ ده ووئيل چې د صوبائي اسمبلۍ نوې وداني د كلتوري رنګ ٬ رواياتو او د سباٶن د ضرورتونو له مخې جوړٶ كومه به چې د اولسي نمائندګۍ دا فورم لا فعاله كړي٬ په راتلونكي بجټ كښې به په ترجيحي بنيادونو ځوانانو لپاره د روزګار موقعې پېدا كولې شي