اسلام اباد 01 جون (اے پي پي)وزیراعظم محمد شهباز شریف او فیلډ مارشال سید عاصم منیر ووئيل چې د امن د دښمنانو ته به د پاکستان دننه د کار کولو ځای ترلاسه نه شي ٬ په بلوچستان كښې د هند تر ملاتړ لاندې سپانسرډ جګړه اوس پټه نه ده، دا زمونږ د وګړو، زمونږ د پرمختګ او زمونږ د امن په ضد د ترهګرۍ ښکاره او ناوړھ كاروائي ده۔ مونږ …
د امن د دښمنانو ته به د پاکستان دننه د کار کولو ځای ترلاسه نه شي، په بلوچستان كښې د هند تر ملاتړ لاندې سپانسرډ جګړه اوس پټه نه ده- وزیراعظم محمد شهباز شریف او فیلډ مارشال سید عاصم منیر په ګډ خطاب كښې

مزید خبریں
اسلام اباد 01 جون (اے پي پي)وزیراعظم محمد شهباز شریف او فیلډ مارشال سید عاصم منیر ووئيل چې د امن د دښمنانو ته به د پاکستان دننه د کار کولو ځای ترلاسه نه شي ٬ په بلوچستان كښې د هند تر ملاتړ لاندې سپانسرډ جګړه اوس پټه نه ده، دا زمونږ د وګړو، زمونږ د پرمختګ او زمونږ د امن په ضد د ترهګرۍ ښکاره او ناوړھ كاروائي ده۔ مونږ بلوچستان كښې د فعالو ترهګرو ډلو په شا د هند د لاس ښكاره شواهد لرو۔ د دښمن دا ناوړه هڅې به د قوم سره په ګډه ناکامې کړو۔د اتوار په ورځ د وزیراعظم فس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي پرېس ريليز له مخې په کوئټه كښې زهري آډیټوریم كښې د قبائیلي مشرانو جرګې ته وزیراعظم محمد شهباز شریف او د پوځ سرلښكر فیلډ مارشال سید عاصم منیر شريك خطاب وكړو۔ د جرګې مقصد قبایلي مشرانو سره خبرې اترې او په بلوچستان كښې د امنیت صورتحال په بدلون خبرې کول وو، په ځانګړي توګه د هند لخوا د رواني سپانسرډ جګړې ته پام لرنه شوي۔د هند په ملاتړ سپانسرډ جګړې ته د وزیراعظم اشاره كولو سره وزيرعاظم ووئيل چې په بلوچستان كښې د هند په سرپرستۍ كښې کار کوونکو سپانسرډ ډلو د امن د خرابولو، صوبې غير مستحكم كولو او د پاکستان حکومت او وسله والو ځواکونو په مشرۍ كښې پرمختیايي اقداماتو ته زيان رسولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي۔ وزیراعظم زور راوړو چې د “فتنه ال هندوسنان” په شان ترهګر ډلې د سیمې د وګړو ملاتړ غواړي، باید د هغوی څخه انکار وشي۔د مشرانو د قيادت كردار ستائلو سره وزیراعظم په لاندې كچه د شموليت او د دې د خبري باوري كولو پرله پسې زور راوړو چې ترهګرو ته هیڅ سماجي ځای ورنه كړې شي۔ د ترهګرۍ مخنيوي هڅو كاميابي او اوږدې مودي امن او استحكام له دا مهم وو۔وزیراعظم ووئيل چې د امن د دښمنانو ته به د پاکستان دننه د کار کولو ځای ترلاسه نه شي، زمونږ پیغام د دوی لپاره ښكاره دی۔ حکومت، وسله وال ځواکونه، د قانون نافذ كونكي ادارې او د پاکستاني وګړو په ملاتړ سره به د ترهګرۍ په ضد جنګ خپل منطقي انجام ته رسولې شي او ترهګرۍ ته به په بشپړه ډول ماتې ورکولې شي۔په بلوچستان كښې د سوکالۍ لپاره د یادګاري پرمختیائي پيكجز ذكر كولو سره وزیراعظم وګړو ته د حکومتي اقداماتو د اثرات باوري كولو زور راوړو۔ وزیراعظم د قومي يووالي په تحفظ كښې د بلوچستان د وګړو تاریخي كردار وستائلو او په هغوی یې زور راوړو چې د هند لخوا د تنظیم شوي او ملاتړ شوي بهرني ملاتړ شوي تخریب په ضد هوښیار پاتې شي۔ قبایلي مشرانو سره په خبرو كښې فیلډ مارشال سید عاصم منیر ووئيل چې دا هند تر ملاتړ لاندې سپانسرډ جګړه اوس پټه نه ده، دا زمونږ د وګړو، زمونږ د پرمختګ او زمونږ د امن په ضد د ترهګرۍ ښکاره او ناوړه هڅه ده۔ مونږ په بلوچستان كښې د فعالو ترهګرو ډلو په شا د هند د لاس وهني شواهد لرو، د دښمن دا ناوړه هڅې به له قوم سره په ګډه ناکامې کړو۔ده ووئيل چې بهادر بلوچيان به د هر هغه کورني او بهرني دښمن سره مقابله وکړي او له منځه به یې یوسي چې زمونږ خپلواكۍ چيلنج كولو جرات لري۔ فیلډ مارشال سید عاصم منیر زور راوړو چې پاك پوځ د هر ډول خطر د پريكړو وړ ځواب وركولو له چمتو د ۔ده يو ځل بيا زور راوړولو سره ووئيل په بلوچستان كښې په امن هيڅ ډول سمجهوته نه شي كيدے او د پاکستان سباؤن نيغ په نيغه د یو مستحكم ، سوکاله بلوچستان سره تړلی دی۔وزیراعظم او فیلډ مارشال په بلوچستان كښې د امنیتي ځواکونو او قانون نافذ كونكو ادارو بهادري او لچك هم وستائلو۔ وزیراعظم د شهیدانو کورنیو سره د بشپړ ملاتړ او مرستې څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم هغوی ته ډاډ ورکړو چې ترهګرو، د هغوی مرستيالو او اسانيو وركونكو ته به بخښنه ونه كړې شي۔ د قبائیلي مشرانو جرګې لخوا د پاکستان حکومت او وسله والو ځواکونو سره اوږه په اوږه د دریدو متفقه عهد سره پائې ته ورسيده او د بلوچستان د امنیت، سلامتيا او پرمختګ لپاره یې خپل عزم څرګندونه وكړه۔دې څخه وړاندې د پاکستان وزیراعظم په کوئټه كښې د کمانډ اینډ سټاف کالج دوره همخ وكړه او د کمانډ اینډ سټاف کالج زده کوونکو افسرانو او فیکلټي ته یې وینا وکړه۔ د وزیراعظم وینا د سیمه ایز او داخلي امنیت په پرمختګ كښې د پاکستان د دفاعي ادارو د قوي كولو لپاره د حکومت د عزم عكاسي كوي۔ د خپلو خبرو په مهال وزیراعظم د هایبرډ خطرو ترمخه د پېشه وره پوهي ، آپرېشنل تيارو او ستراتیجكي لیدنې اهمیت رامخې ته كړو، په خاص توګه د بلوچستان په شان په حساسو سیمو كښې، چرته چې د هند لخوا ملاتړ شوي ترهګریزې ډلې زمونږ خلک په نښه کوي او غواړي زمونږ پرمختګ او سوکالۍ ته زیان ورسوي۔










