اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د سینیټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني ووئيل چې شهید ايډېشنل ډپټي کمیشنر هدایت الله بلیدي د ترهګرو سره په جګړه كښې د لوئ بهادرۍ څرګندونه كړي، د ټول قوم خواخوږي د هغه د کورنۍ سره ده، ټول قوم او ټولي رياستي ادارې د ترهګرو د ناوړه عزائم په ضد يو موټې دي او تر هغه وخته پورې به زموږ هلي ځلي رواني …
شهید ايډېشنل ډپټي کمیشنر هدایت الله بلیدي د ترهګرو سره په جګړه كښې د لوئ بهادرۍ څرګندونه كړي، د ټول قوم خواخوږي د هغه د کورنۍ سره ده، ټول قوم او ټولي رياستي ادارې د ترهګرو د ناوړه عزائم په ضد يو موټې دي۔سید یوسف رضا ګیلاني

مزید خبریں
اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د سینیټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني ووئيل چې شهید ايډېشنل ډپټي کمیشنر هدایت الله بلیدي د ترهګرو سره په جګړه كښې د لوئ بهادرۍ څرګندونه كړي، د ټول قوم خواخوږي د هغه د کورنۍ سره ده، ټول قوم او ټولي رياستي ادارې د ترهګرو د ناوړه عزائم په ضد يو موټې دي او تر هغه وخته پورې به زموږ هلي ځلي رواني وي تر څو چې ترهګري ختمه شوي نه وي۔ داسې بزدلانه بریدونو سره د قوم حوصلے كمزوري كيدے نشي او د هیواد دښمنه عناصر به خپل انجام ته رسولې شي۔د سینیټ سکرټریت میډیا ډایرکټوریټ له مخي د خالي په ورځ جاري شوې بيان كښې د سید یوسف رضا ګیلاني د بلوچستان ولایت په سوراب ولسوالۍ كښې په رياستي چارواکو د “فتنه الهندستان” ترهګرو د سركاري افسرانو په کورونو د بریدونو او اور لګولو او همدغسې په بازار كښې په بانك د لوټ مارۍ په کلکه غندنه وکړه۔ ده ايډېشنل ډپټي کمیشنر هدایت الله بلیدي ته پيرزوئنې وړاندې کړې چې د خپلې سیمې د دفاع په وجه شهيد كړې شو۔د سینیټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني ووئيل چې د ترهګرۍ دا ډول ناوړه او بزدلانه بريدونه په هیواد كښې د امن صورتحال ځپلې نشي۔ ده ووئيل ټول قوم او ټولي رياستي ادارې د دغه ترهګرو د عزائمو په ضد يو موټې دي او تر هغه وخته پورې به زموږ هلي ځلي رواني وي تر څو چې ترهګري ختمه شوي نه وي۔










