د هارون اختر خان په مشرۍ د سرمايه كارۍ د بیرته ستنیدو او تحفظ په اړه د لوړي پائي كمېټيو غونډې

اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د وزیراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي چې غير ملكي سرمايه كارو باور بحالولو ته حكومت پام لرنه كوي او د كوټلي سرمايه كارۍ راغب كولو له ضروري ده چې سرمايه كارو ته په پاكستان كښې د تحفظ احساس وي۔د صنعت او پيداوار وزارت لخوا جاري شوې اعلامیې له مخې هارون اختر خان د سرمايه كارۍ د بیرته ستنیدو او سرمايه كارۍ …

اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د وزیراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي چې غير ملكي سرمايه كارو باور بحالولو ته حكومت پام لرنه كوي او د كوټلي سرمايه كارۍ راغب كولو له ضروري ده چې سرمايه كارو ته په پاكستان كښې د تحفظ احساس وي۔د صنعت او پيداوار وزارت لخوا جاري شوې اعلامیې له مخې هارون اختر خان د سرمايه كارۍ د بیرته ستنیدو او سرمايه كارۍ د تحفظ په اړه د وزیراعظم د دوو مهمو كمېټيو د غونډو مشري وكړه۔ د دې غونډو مقصد د پاكستان د سرمايه كارۍ دوستانه اجنډې ته وده وركول وو۔ په غونډو كښې كلیدي سټيك هولډرز برخه واخسته، چې پكښې د فیډریشن آف پاكستان چیمبرز آف كامرس اینډ انډسټری (FPCCI)، سټيټ بینك آف پاكستان، د خزاهني وزارت ، بورډ آف انویسټمنټ، لاهور چیمبر آف كامرس اینډ انډسټری، ریمیټ او نور سینئر چاروكاي شامل وو۔د غونډي په مهال مینوفیكچرنګ سیكټر كښې غیر ملكی سرمایه كارۍ بيرته ستنيدل آسانولو لپاره په پالیسی تجاویز د خيالاتو څرګندونه وشوه۔غړو د سرمایه كارۍ محفوظ ستنيدو په اړه كوټلي مشاورت وكړو او د سرمایه كارو تحفظ لا زياتولو او د هغوي اعتماد قوي كولو له ئې ګڼ قانونی او پالیسی ترامیم وړاندې كړل۔

مزید خبریں