سناتور مشاهد حسین سید د روسیې د خارجه وزیر سره ملاقات، د پاكستان او هند ترمنځ د تاؤ ترېښوالي په مهال د روسیې د ‘مثبت غير جانبدارانه’ كردار مننه

ماسكو 31 مئي (اے پي پي) سناتور مشاهد حسین سید د روسیې د خارجه وزیر سرګي لاوروف سره ملاقات كړې او د پاكستان او هند ترمينځه تاؤ ترېښوالي په مهال یې د روسیې په 'مثبت غير جانبدارانه' كردار مننه كړي۔جاري شوې پرېس ريليز له مخې هغه په مسكو كښې د 'پرم' ښار ګوټي كښې د یوریشین فورم پیل څخه مخكښې د روسیې د خارجه وزیر سره 40 دقيقي اوږد ملاقات …

ماسكو 31 مئي (اے پي پي) سناتور مشاهد حسین سید د روسیې د خارجه وزیر سرګي لاوروف سره ملاقات كړې او د پاكستان او هند ترمينځه تاؤ ترېښوالي په مهال یې د روسیې په ‘مثبت غير جانبدارانه’ كردار مننه كړي۔جاري شوې پرېس ريليز له مخې هغه په مسكو كښې د ‘پرم’ ښار ګوټي كښې د یوریشین فورم پیل څخه مخكښې د روسیې د خارجه وزیر سره 40 دقيقي اوږد ملاقات كړې۔ لاوروف د سناتور مشاهد حسین سره د 5 آسیائي لارښودو په مشتمل يو پلاوي برخي په توګه ملاقات كړې چې پكښې د چین، تركیې، كوریا او كمبودیا لارښود شامل وو۔ سناتور مشاهد حسین ته د روسیې د خارجه وزارت او حكمران ګوند ‘یونایټډ رشیا’ د اړخه د پاكستان څخه د یواځني میلمه په توګه ځانګړې بلنه وركړې شوې وه دغسې چې په یوریشیا فورم كښې كلیدي وینا وكړي، چې پكښې د 25 یوریشیایي هیوادونو څخه 100 څخه زيات استازي ګډون كولو۔د روسیې خارجه وزیر زور راوړو چې د روسیې د خارجه پالیسۍ اصل محور په سیمه كښې امن ، سلامتيا او استحكام ته وده وركول دي۔ سناتور مشاهد د صدر پوتین د یوریشیا امنیتي اقدام هم وستائلو چې پكښې امنیت ‘نا قابل تقسيم ‘ ګڼلې شوی دی۔ په دې اړه ده ووئيل چې دا د چین د صدر شي جین پنګ د ګلوبل سيكورټي انيشي ايټو سره مماثلت لري چې د ملګرو ملتونو د منشور سره پاسداري كوي۔ سناتور مشاهد د ‘آسیائي ناټو’ یا ‘اننډو-پسیفیك ستراتیجي ‘ تصور رد كړو ځكه چې دا د نړيوالو اړيكو د عسكريت عكاسي كوي۔

مزید خبریں