اسلام آباد۔30مئی (اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په كابل كښې د پاكستاني ناظم الامور د سفير كچې ته د اپ ګريډ كولو پريكړې اعلان كړے دے۔ د جمعې په ورځ په اېكس خپل يو پوسټ كښې نائب وزيراعظم ووئيل د روان كال اپرېل مياشتې په 19 مه نېټه پاکستانی پلاوي سره د كابل ګټورې دورې څخه وروستو د پاكستان او افغانستان اړيكې په مثبت …
د سينيټر اسحاق ډار په كابل كښې د پاكستاني ناظم الامور د سفير كچې ته د اپ ګريډ كولو پريكړې اعلان

مزید خبریں
اسلام آباد۔30مئی (اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په كابل كښې د پاكستاني ناظم الامور د سفير كچې ته د اپ ګريډ كولو پريكړې اعلان كړے دے۔ د جمعې په ورځ په اېكس خپل يو پوسټ كښې نائب وزيراعظم ووئيل د روان كال اپرېل مياشتې په 19 مه نېټه پاکستانی پلاوي سره د كابل ګټورې دورې څخه وروستو د پاكستان او افغانستان اړيكې په مثبت لوري مخ په وړاندې روانې شوې دي۔ ده ووئيل دا رفتار په ځايې ساتلو له ماته د پاكستان حكومت په كابل كښې د خپل چارج ډی افیئرز كچه د سفیر كچې ته د اپ ګرېډ كولو او رسولو پرېكړې په اعلان خوشحالي كيږي۔ نائب وزير خارجه د دې باور څرګندونه وكړه چې دا قدم به دوه اړخيزه تړون لا قوي كړي۔ دې سره به اقتصادی، سکیورټی، سی ټی او تجارتی څانګو كښې پاك افغان مرسته لا ژوره شي او د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه تبادلې به لا وده ومومي۔










