اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د پخوانۍ فاټا د ضم شوې ضلعو د مسلم ليګ نون صدرانو او د پارټۍ مشرانو پلاوي ليدلي۔ د ملاقات په مهال د پلاوي غړو د مسلم ليګ (ن) صوبائي صدر امير مقام د ضم شوې ضلعو مهمو مسئلو څخه خبر كړو۔ دا خبره د جمعې په ورځ په جاري شوي …
وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د پخوانۍ فاټا د ضم شوې ضلعو د مسلم ليګ نون صدرانو او د پارټۍ مشرانو وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د پخوانۍ فاټا د ضم شوې ضلعو د مسلم ليګ نون صدرانو او د پارټۍ مشرانو پلاوي ليدلي۔ د ملاقات په مهال د پلاوي غړو د مسلم ليګ (ن) صوبائي صدر امير مقام د ضم شوې ضلعو مهمو مسئلو څخه خبر كړو۔ دا خبره د جمعې په ورځ په جاري شوي بيان كښې شوې ۔ په دې موقع انجينئر امير مقام د پلاوي مسئلې واورېدې او دوي ته يۍ د بشپړه مرستې باور وركړو۔ په ملاقات كوونكو كښې اېكس اېم اېن اے ملك نذير او ملک سپين ګل، سينئر نائب صدر عنايت خان، کوآرډينيټر ذر خان صافي، فقير ، ګل کريم، ملك شعبان اورکزئي، ثناء ، عبد الکريم عابد، مير بادشاه جندوله، سعيد دراز خان، کاشف خان، نقيب محسود او اختر زمان شامل وو۔ په دې موقع د صوبائي اسمبلۍ غړې سردار شاه جهان يوسف هم موجود ٶ۔










