اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) د سرمايه كارۍ وفاقی وزیر قیصر احمد شیخ وئيلي چې پاکستان سيمه ايز تجارت، اقتصادی اصلاحات او ډیجیټل پرمختګ د لارې د يو ښه سرمایه كارۍ مرکز په توګه رامخې ته كيږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده کاریك انسټیټیوټ 5م كلن ریسرچ کنفرنس په دويمه ورځ خطاب کښې وكړه۔دا کنفرنس یونیورسټی آف سرګودھا په اشتراك سره شوي چې پكښې د اسلامی ترقیاتی بینك، پاکستان …
پاکستان سيمه ايز تجارت ، اقتصادي اصلاحاتو او ډیجیټل پرمختګ د یو ښه سرمايه كارۍ په توګه رامخې ته كيږي۔ قيصر احمد شيخ

مزید خبریں
اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) د سرمايه كارۍ وفاقی وزیر قیصر احمد شیخ وئيلي چې پاکستان سيمه ايز تجارت، اقتصادی اصلاحات او ډیجیټل پرمختګ د لارې د يو ښه سرمایه كارۍ مرکز په توګه رامخې ته كيږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده کاریك انسټیټیوټ 5م كلن ریسرچ کنفرنس په دويمه ورځ خطاب کښې وكړه۔دا کنفرنس یونیورسټی آف سرګودھا په اشتراك سره شوي چې پكښې د اسلامی ترقیاتی بینك، پاکستان سنګل ونډو، علامه اقبال اوپن یونیورسټی، انټرنېشنل روډ ټرانسپورټ یونین، سسټین ایبل ډویلپمنټ پالیسی انسټیټیوټ او نورو نړيوالو ادارو ګډون كړې۔قیصر احمد شیخ ووئيل حکومت کاروبار كښې آسانۍ پیدا کولو له بشپړه اصلاحات کوي چې پكښې ریگولیټری فریم ورك ډیجیټلائزیشن، شفافیت كښې اضافه او غیر ملکی سرمایه کارۍ ډاډګيرنه شامل ده۔ده ووئيل پاکستان بزنس پورټل په شان پلیټ فارمز د لارې کاروباری رجسټریشن او لائسنسنګ عمل آسان كړې كيږي۔ده ووئيل پاکستان كښې د ګرانۍ شرح 38 فیصده څخه کميدو سره تقریباً صفر ته راغلې دغسې پالیسی ریټ 22 فیصده څخه کميدو 11 فیصد ته راغلې كوم چې مستحکم معاشی ماحول غمازی کوي۔وفاقی وزیر د چین-پاکستان اقتصادی راهداری (سی پیك) سيمه ايز انفراسټرکچر او تجارتی رابطو وده كښې كاميابي ګرځولو سره ووئيل پاکستان مينځني اسيائي هېوادونو ، چین او خلیجی ریاستونو ترمينځه د يو قدرتی پل کردار ترسره كولې شي۔کنفرنس كښې د قازقستان سفیر یرژان کسټافن هم ګډون وكړو چا چې پاکستان په سيمه كښې د قازقستان لپاره يو مهم تجارتی شراکت دار وګرځولو۔










