هانګ کانګ۔30مئی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر سېنېټر اسحاق ډار وئیلی دي چې له مقبوضه جمو و کشمیر نه تر مقبوضه فلسطیني سیمو اوږد مهاله شخړې او د بهرنۍ قبضې حالت سیمه ییز او نړیوال امن او سلامتيا خطر سره مخ كوي ٬ د جمو و کشمیر حل طلب شخړه په سوئيلي آسيا كښې د شخړو بنيادي سرچینه ګرځېدلې ده۔ پاکستان او چین تل دا باور …
مقبوضه جمو و کشمیر څخه تر فلسطيني سيمو پخوانۍ شخړې سيمه ايز او نړيوال امن او سلامتيا خطر سره مخ كوي، نړیوال امن، ثبات او پرمختګ لپاره څو اړخیزتيا بنيادي اهمیت لري٬ نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار

مزید خبریں
هانګ کانګ۔30مئی(اے پی پی) نائب وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر سېنېټر اسحاق ډار وئیلی دي چې له مقبوضه جمو و کشمیر نه تر مقبوضه فلسطیني سیمو اوږد مهاله شخړې او د بهرنۍ قبضې حالت سیمه ییز او نړیوال امن او سلامتيا خطر سره مخ كوي ٬ د جمو و کشمیر حل طلب شخړه په سوئيلي آسيا كښې د شخړو بنيادي سرچینه ګرځېدلې ده۔ پاکستان او چین تل دا باور لرلے دے چې نړیوال امن، ثبات او پرمختګ لپاره څو اړخیزتیا كليدي اهمیت لري۔ د بهرنیو چارو دفتر له مخې د جمعې په ورځ د چین خصوصي انتظامي سيمه هانګ كانګ كښې د نړيوال منځګړيتوب تنظيم (آئي او اېم اي ډي) د لاسلیک مراسمو په موقع د وینا په مهال اسحاق ډار ووئیل چې پاکستان د آئي او اېم اي ډي بنسټ ایښودونکو غړو كښې په شاملېدو ویاړي۔ نائب وزیراعظم د چین اولسي جمهوریت ته د دغه مراسمو په کوربتوب د زړه له کومې مبارکي وركولو سره ووئيل چې دا ګام وړاندې وړل او ګډ تصور په حقیقي عمل بدلول کښې د چینایي مشرتابه مهم كردار د چینایي پوهې یوه ازموینه ده۔ د نن ورځې لاسلیک مراسم د نړیوال منځګړیتوب او د سفارتكارۍ په دائره كښې د يو نوي دور د پېل كېدو علامت دے۔ ده ووئيل په دې دستوره كښې د پاكستان نمائنډګي ما لپاره يو درناوې دے۔ ده ووئيل دا اقدام ماته د چين لخوا د اېشین انفراسټرکچر انوېسټمنټ بنك (اے آئی آئی بی) جوړېدل يادوي۔ نائب وزیراعظم ووئيل پاكستان د تجارتي او سرمايه كارۍ شخړو حل او د عدالتي كاركردګۍ ودې له نړيوال ثالثي مركز (آئی اېم اے سی) جوړ كړے دے۔ نائب وزیراعظم ووئيل ثالثی، سفارت کاری، مکالمه او نړيواله مرسته د دې بشپړ نقطه نظر مهمې ستنې دي۔ ده ووئيل نن زمونږ موجودګي دې نظرياتو سره زمونږ د تړون پخلے دے۔ ده ووئيل نن چې زه تاسو ته مخاطب يم نو نوې كول د جنګ د تباھۍ څخه د بچ كولو خوب د وړاندې په مقابله كښې اوس لا لرې ښكاري ، دا مهال د پاپولزم او الټرا نېشنلزم يو اړخيزه قوتونه په بشپړ ډول فعال دي۔ ځينې كسان د ملګرو ملتونو د چارټر مقصدونو او اصولو سره سره د نړيوال قانون بنيادي اصولو بې درېغه سرغړونه هم كوي۔ دا كسان په ټاكنو كښې په خپلو ګټو نړيوال امن قرباني كولو له چمتؤ دي۔ نائب وزيراعظم ووئيل په دې وروستيو كښې مونږ د سفارتكارۍ ٬ نړيوال قانون او ثالثۍ نظر انداز كېدو د لاسه سخت بحرانونه وليدل٬ زمونږ د مشرقي ګاونډي هېواد جواز نه لرونكے جارحيت د نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزي ده كومه چې سيمه ييز او نړيوال امن او سلامتيا سختې خطرې سره مخ كوي۔ ده ووئيل د كال 1960ء د سندھ طاس نړيوالې لوظنامې معطل كولو ٬ د نړيوال بشري حقونو د قانون او بشري اصولو خلاف ورزۍ كولو مثالونه وړاندې كولې شي۔ اسحاق ډار ووئيل د دې تنظيم جوړېدو سره دا خبره په ډاګه كيږي چې نړيواله ورورولي به كله هم د ملګرو ملتونو د چارټر خلاف ورزۍ او د طاقت كارول د معمول رويه نه ګڼي٬ د جمو و کشمیر حل طلب شخړه په سوئيلي آسيا كښې د شخړو اصلي سرچينه ګرځېدلې ده٬ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د دې اوږد مهاله شخړې فوري حل ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د صدر شي جن پنګ لخوا وړاندې كړې ګلوبل سکېورټی انېشی اېټو د ملګرو ملتونو د امن او سلامتيا نظام قوي كولو كښې منفرد حېثيت لري۔ ده ووئيل د يو ستراتيجيكي همكار او د چين همه موسمي ملګري په حېث پاكستان د چین د څو اړخيزه هڅو نه كمزورې كېدونكي ملاتړ ته د قدر په سترګه ګوري٬ چين د مشرق او مغرب او شمال و جنوب ترمينځه د تړون دلارې د يو ګډ سباؤن نړيوالې ټولنې جوړولو پلو روان دے۔ ده ووئيل پاكستان او چين تل دا باور لرلے دے چې نړيوال امن ٬ ثبات او پرمختګ لپاره څو اړخيزتيا بنيادي حېثيت لري۔ نائب وزيراعظم ووئيل نن د آئی او اېم ای ډی جوړېدل د هغه خوب تعبير دے كوم چې يو زيات عادلانه او مساوي نړۍ لپاره نوې اميدونه او موقعې وړاندې كوي۔ پاكستان به په دې دې عظيم مشن كښې فعاله كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل مونږ به آئی او اېم ای ډی ته نه يوازې دا چې خپله سفارتي تجربه راوړؤ بلكې مکالمې، انصاف او عدل و مساوات لپاره خپل نه كمزورې كېدونكې پېستون هم راوړي۔ ده ووئيل دا تنظيم به خپلواكه جوړوؤ دغسې چې دا امن ٬ انصاف او مساوات ته وده وركولو كښې خپل بشپړ صلاحيت سره كار وكړے شي










