پاکستان به د خپلې برخې اوبو كومه سودا وكړي ٬ نه به هند ته ريډ لائن څخه د اوړيدو اجازه وركړي: د وزيراعظم شهباز شريف په دوشنبه كښې د ګليشيئرز تحفظ په اړه نړيوال كنفرنس ته خطاب

دوشنبے۔30 مئی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د ګليشيئرز تحفظ پاکستان لپاره ډېر زیات مهم ګرځولو سره وئيلي دي چې په پاکستان کښې د اوبو اتکا په ګليشيئرز ده٬ د موسمياتي بدلونونو د اغېزو له امله د پاکستان ګليشيئرز په تندۍ سره ویلې کېږي۔ پرمختللي هېوادونه باید د موسمياتي بدلونونو له ننګونو سره د مبارزې لپاره خپل مسوولیتونه ترسره کړي۔ پاکستان به د خپلې برخې په اوبو هېڅ ډول …

دوشنبے۔30 مئی (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د ګليشيئرز تحفظ پاکستان لپاره ډېر زیات مهم ګرځولو سره وئيلي دي چې په پاکستان کښې د اوبو اتکا په ګليشيئرز ده٬ د موسمياتي بدلونونو د اغېزو له امله د پاکستان ګليشيئرز په تندۍ سره ویلې کېږي۔ پرمختللي هېوادونه باید د موسمياتي بدلونونو له ننګونو سره د مبارزې لپاره خپل مسوولیتونه ترسره کړي۔ پاکستان به د خپلې برخې په اوبو هېڅ ډول معامله ونکړي او نه به هند ته رېډ لائن څخه د اوړېدو اجازه وركړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ده د جمعې په ورځ د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کښې په نړیوال کنفرنس ( آئي جي سي پي 2025) ته خپل خطاب كښې وكړه۔ وزیراعظم د ګليشيئرز په تحفظ او ننګونو د بشپړه خبرې په كولو تاجك صدر له مباركي وركړه۔ ده ووئيل پاکستان د پولورینجز وروسته د نړۍ دوهم زيات ګليشيئرز لرونكے هېواد دے ٬ پاكستان 13 زره ګليشيئرز لري۔ د دې تحفظ زمونږ لپاره ډېر مهم دے۔ ده ووئيل د پاكستان د اوبو نیمایي برخه ګليشيئرز څخه ترلاسه كيږي۔ ده ووئيل انډس رېور سسټم زمونږ لائف لائن دے او زمونږ تهذيب ٬ كلتور او معيشت په دې ولاړ دے۔ د پاكستان 5 لويې دريابونه په ګليشيئرز روان دي٬ د موسمياتي بدلونونو د لاسه ګليشيئرز په تندۍ سره ويلې كيږي ٬ په كال 2022 كښې د ماحولياتي بدلونونو دلاسه د سېلاب او طوفاني بارانونو صورتحال سره مخ پاتې شوو چې په نتيجه كښې په ګرد هېواد كښې په لكھونو اېكړه زمكه ولاړ فصلونه تباه ٬ په زرګونو كورونه ويجاړ شول او انفراسټركچر ته سخت زيان ورسېد۔ وزیراعظم ووئيل په فضا كښې د زهرجن ګازونو په اخراج كښې د پاكستان برخه نصف فيصد څخه هم كمه ده خو پاكستان د نړۍ په هغه لس هېوادونو كښې شامل دے كوم چې ماحولياتي بدلونونو زيات ځپلې دي۔ ده ووئيل د ماحولياتي بدلونونو د لاسه ايكو نظام هم اغېزمن كيږي٬ پرمختللي هېوادونه باید د موسمياتي بدلونونو له ننګونو سره د مبارزې لپاره خپل مسوولیتونه ترسره کړي٬ په دې لړ كښی فوري او عملي اقدامات ضروري دي۔ وزیراعظم ووئيل اوبه د وسلې په توګه هم كارولې شي۔ ده ووئيل د هنند د سندھ طاس لوظنامې تنګ نظره سياسي ګټو لپاره په يو اړخيزه توګه د معطل كولو پرېكړه د غندنې وړ ده۔ ده اعلان وكړو چې پاکستان به د خپلې برخې په اوبو هېڅ ډول معامله ونکړي او هند ته به رېډ لائن څخه د اوړېدو اجازه ورنكړي۔ وزیراعظم ووئيل د ګلیشیئرز تحفظ به په هر صورت باوري كول وي۔

مزید خبریں