اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د زيارت په ورځ د چين سفير جيانګ ژائي ډونګ په درناوي كښې د ماسپخين مېلمستيا كړې٬ د چين پلاوي كښې قونصلر يانګ ګوان، قونصلر شو هانګتيان، يانګ داپينګ او وانګ جنګ جيو شامل وو۔ د چين سفير د اوسني سميه ايز امن او استحكام بحالۍ او د پاكستان د ذمه وار كردار ستائنه …
وفاقي وزير احسن اقبال د چين سفير جيانګ ژائي ډونګ په درناوي كښې د ماسپخين مېلمستيا

مزید خبریں
اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د زيارت په ورځ د چين سفير جيانګ ژائي ډونګ په درناوي كښې د ماسپخين مېلمستيا كړې٬ د چين پلاوي كښې قونصلر يانګ ګوان، قونصلر شو هانګتيان، يانګ داپينګ او وانګ جنګ جيو شامل وو۔ د چين سفير د اوسني سميه ايز امن او استحكام بحالۍ او د پاكستان د ذمه وار كردار ستائنه كولو سره د دې اميد څرګندونه وكړه چې امن به پاكستان لپاره د پرمختګ نوې موقعې پېدا كړي۔ وفاقي وزير د چين حكومت په هره سخته كښې د پاكستان په ملګرتيا كولو مننه وكړه۔ احسن اقبال ووئيل چې د تاريخ په هر نازك موړ كښې چين د پاكستان لكه د غره ملګرتيا كړے ده، زمونږ دوستي د وخت نه بلكې په باور٬ شريك احترام او په مشتركه خوبونو اډانه ده۔ په دې موقع د سي پېك په جاري او راتلونكې منصوبۍ په تندۍ سره سر ته د رسولو د عزم پخلې وكړې شو۔










