وزيراعظم شهباز شريف د فتنه الهندوستان د پنځه ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو ډاډګيرنه وكړه

دوشنبه 29 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په بلوچستان كښې د هند په سرپرستۍ كښې د شر خپورٶنكې فتنه الهندوستان د پنځه ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو ډاډګيرنه كولو سره وئيلي دي چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام خپلو امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم په …

دوشنبه 29 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په بلوچستان كښې د هند په سرپرستۍ كښې د شر خپورٶنكې فتنه الهندوستان د پنځه ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو ډاډګيرنه كولو سره وئيلي دي چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام خپلو امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم په لورالائي كښې د څلورو ترهګرو كومو چې په بلوچستان كښې بد امنۍ خپورولو په بېلا بېلو پېښو په خاص توګه په N-70 كښې د 30 بې ګناه وګړو د شهادت ذمه وارنو شامل وو په وژلو د امنيتي ځواكونو د وظيفائي صلاحيتونو ستائنه كړې۔ وزيراعظم په ضلع کيچ كښې د هند په سرپرستۍ كښې په پاکستان كښې د ترهګرۍ په خپرولو كښې د يو بل ترهګر په ورژلو د پاك پوځ د افسرانو او ځوانانو ډاډګيرنه كړې ده۔ ده ووئيل پاكستان كښې د هند د پراكسيز ترهګرو بشپړه خاتمې لپاره پاك پوځ شپه او ورځ مصروف عمل دے٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام خپلو امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔

مزید خبریں