اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) رېلوے وزارت كښې پري بجټ غونډه كښې د رېلوے نظام د ډيجيټلائزيشن په اړه په اهمو چارو غور شوې۔ د رېلوے وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د غونډې مشري وفاقي وزير حنيف عباسي كړې۔ په دې موقع حنيف عباسي ووئيل د حكومت ترجيح ده چې د رېلوے نظام په بشپړه توګه ډيجيټل كولو سره مسافرو ته جديد، سپېځلې او موثره سهولتونه …
په ريلوے وزارت كښې پري بجټ ميټنګ٬ د ريلوے نظام د ډيجيټلائزيشن په اهمو چارو غور

مزید خبریں
اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) رېلوے وزارت كښې پري بجټ غونډه كښې د رېلوے نظام د ډيجيټلائزيشن په اړه په اهمو چارو غور شوې۔ د رېلوے وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د غونډې مشري وفاقي وزير حنيف عباسي كړې۔ په دې موقع حنيف عباسي ووئيل د حكومت ترجيح ده چې د رېلوے نظام په بشپړه توګه ډيجيټل كولو سره مسافرو ته جديد، سپېځلې او موثره سهولتونه وركړې شي۔ ده ووئيل د كال 2025 نه تر 2030 د رېلوے ډيجيټلائزيشن تفصيلي فريم ورك تېار كړے شوے دے كوم چې به راتلونكي بجټ كښې په ترجيحي بنيادونو شاملولې شي۔ په غونډه كښې پرېكړه شوه چې د رېلوے د انفراسټرکچر جديديت او اپ ګريډيشن لپاره به مناسب مالي وسائل بېلولې شي دغسې چې د نظام کارکردګي او خدماتو كښې بهتري ممكن كړې شي










