اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) پاکستان كښې د رومانيه سفير ډاکټر ډين اسټوينيسکو د زيارت په ورځ د قامي خبري اژانس ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان (اے پي پي) منيجنګ ډائريکټر محمد عاصم کھچي سره ليدلي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه ئي د ميډيا په څانګه كښې مرستې ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه شوې٬ په دې موقع سفير د خبرونو تبادلے ته وده وركولو لپاره د …
د رومانيه سفير اېم ډي اے پي پي محمد عاصم کھچي سره ملاقات ٬ د ميډيا په څانګه كښې مرستې ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) پاکستان كښې د رومانيه سفير ډاکټر ډين اسټوينيسکو د زيارت په ورځ د قامي خبري اژانس ايسوسي ايټډ پريس آف پاکستان (اے پي پي) منيجنګ ډائريکټر محمد عاصم کھچي سره ليدلي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه ئي د ميډيا په څانګه كښې مرستې ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه شوې٬ په دې موقع سفير د خبرونو تبادلے ته وده وركولو لپاره د “اے پي پي” او د رومانيه خبري اژانس ”اېجر پرېس” ترمېنځه د خبريالانو د تبادلے په اهميت رڼا واچوله۔ ده په اوسني ډيجيټل دور كښې د جديد معلوماتي ذريعو د موثره استعمال په ضرورت هم زور راوړو۔ د اے پي پي منېجنګ ډائرېكټر او د رومانيه سفير د ګڼ اړخيزه اشتراك كار پشمول د ميډيا په صنعت كښې مرستې ته لا پراختيا وركولو په طريقو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو مشرانو د خبرونو په تبادله كښې لا اشتراك كار٬ مرستې او شريك مفادو لپاره په ګډه د كار كولو د عزم څرګندونه وكړه۔ سفير ډاکټر ډين اسټوينيسکو د سېلګرۍ، تعليم او په اولسي كچې ورابطو ته په وده وركولو كښې د مرستې زياتولو لپاره د دلچسپۍ څرګندونه وكړه دغسې چې د دواړو قامونو ترمېنځه بهتر افهام و تفهيم ته وده وركړې شي۔ منيجنگ ډائريکټر عاصم کھچي د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ميډيا په څانګه كښې مرسته او د خبرونو تبادلے لپاره د اے پي پي لخوا د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو










