اسلام آباد۔29مئی (اے پی پی) د وزیراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان سره د يوتوپيه انډستريز پلاوي ملاقات وكړو په كوم كښې چې اپرېل 2024 څخه تاخير سره په مخ ځنډولې شوي سیلز ټېکس او انکم ټیکس ریفنډز د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ هارون اختر خان یوتوپیه انډسټریز ته د پېښو ستونزو ادراك كولو سره ووئيل په ريفنډ كښې وروستوالې صنعت ته زيات زيان رسوي۔ ده د نقدي د بهاؤ عمل …
د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان سره د يوتوپيه انډسټريز پلاوي ملاقات ٬ سيلز او انكم ټيكس ريفنډز د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔29مئی (اے پی پی) د وزیراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان سره د يوتوپيه انډستريز پلاوي ملاقات وكړو په كوم كښې چې اپرېل 2024 څخه تاخير سره په مخ ځنډولې شوي سیلز ټېکس او انکم ټیکس ریفنډز د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ هارون اختر خان یوتوپیه انډسټریز ته د پېښو ستونزو ادراك كولو سره ووئيل په ريفنډ كښې وروستوالې صنعت ته زيات زيان رسوي۔ ده د نقدي د بهاؤ عمل تندولو په حاجت زور راوړو دغسې چې صنعتي څانګو له نور زيان څخه وساتلې شي۔ د ملاقات په مهال هارون اختر خان د یوتوپیه انډسټریز او اېف بی آر چيئرمېن ترمينځه د خبرو د يو نشست اهتمام وكړو۔ د اېف بی آر چیئرمېن د واجب الادا ریفنډز په وخت د ادائيګۍ باور وركړو۔ هارون اختر خان یوتوپیه انډسټریز سره بشپړه مرستې له د حكومت د عزم پخلے وكړو۔ د صنعت نمائندګانو په فوري او فعاله ګامونه پورته كولو د خاص مرستيال هارون اختر خان او وزيراعظم مننه وكړه۔ هارون اختر خان په ډاګه كړه چې وزيراعظم د اولس مسئلې حل كولو او كاروباري ورورولۍ له د آسانيو رامخې ته كولو شپه او ورځ كار كوي۔ ده ووئيل د یوتوپیه انډسټریز كلن آمدن 170 ملین امریکائي ډالر دے۔










