تصورات عملي كولو لپاره موثره شراكتداري ضروري ده۔ وزير مملکت وجيهه قمر

اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وزير مملکت وجيهه قمر وئيلي دي چې د ټولنې جوړښت او پرمختګ لپاره د عملي ژوند تعليم او معاشرتي مسئلو او د حقائقو ترمېنځه رابطې ډېرې ضروري دي۔ دا خبره دې په علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ كښې تل پاتې ترقۍ لپاره د پوهنتون او پاليسي ادارې ترمېنځه د مفاهمت د يادښت دستورې په مهال كړې۔ په دې موقع …

اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وزير مملکت وجيهه قمر وئيلي دي چې د ټولنې جوړښت او پرمختګ لپاره د عملي ژوند تعليم او معاشرتي مسئلو او د حقائقو ترمېنځه رابطې ډېرې ضروري دي۔ دا خبره دې په علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ كښې تل پاتې ترقۍ لپاره د پوهنتون او پاليسي ادارې ترمېنځه د مفاهمت د يادښت دستورې په مهال كړې۔ په دې موقع د دواړو ادارو مشران ډاکټر عابد قيوم سلهري او وائس چانسلر ډاکټر ناصر محمود د تفاهم په ياددښت لاسليك وكړو٬ په دې موقع د پوهنتون د فېكلټۍ غړي او د پاليسي ادارې لوړ پوري هم موجود وو۔ دستورې ته خپله وېنا كښې وزير مملکت وجيهه قمر ووئيل د تفاهم د دې ياددښت د لارې به دواړو ادارو ته د هېواد په تعمير او ترقۍ كښې د خپلې وظيفائي پوهې د پراخه علم د لارې د كردار لوبولو موقعې ترلاسه شي۔ دې ووئيل چې په پاليسي سازۍ د كار كوٶنكو ادارو او د پوهنتونونو ترمېنځه مشتركه اقدامات او جديد تحقيقاتو سره په پاليسي سازۍ كښې اصلاح ممكن ده۔ دې ووئيل تصورات عملي كولو لپاره موثره شراكتداري ضروري ده۔

مزید خبریں