پېښور ۔ 29 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډی سره د پخوانۍ اېم پي اے آسيه جهانګير په مشرۍ كښې د زده كوؤنكو پلاوي ملاقات وكړو۔ پلاوي سره خبرو كښې ګورنر ووئيل چې د زده كوؤنكو اولنۍ ترجيح بايد د علم ترلاسه كول وي۔ ده ووئيل په سياسي عمل كښې د زده كوؤنكو شموليت خوشبين دے۔ ده ووئيل د سياسي شعور پختګي به په سباؤن كښې د دوئي ښه ليډر جوړېدو كښې مرستال ثابت شي۔ په دې موقعه زده كوؤنكو ګورنر له خپلو مسئلو څخه خبر كړو۔ ګورنر په موقعه اړوندو چارواكو ته د دې د حل كولو هدايت جاري كړل۔