د ګورنر فيصل كريم كنډي په درناوي كښې د ماسخوتن ډوډۍ اهتمام: سماجي او سياسي شخصياتو ګډون وكړو

پېښور ۔ 29 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په درناوي كښې نوموړي سماجي شخصيت شېر مهمند د ماسخوتن ډوډۍ اهتمام وكړو۔ په دستوره كښې سماجي شخصيت فهیم خان میاں خیل، ډاکټر کرم الهی، خواجه سردار علی ( اېف ټی او )، ظاهر شاہ، پروفېسر ډاکټر اسرار احمد، د پیپلز ګوند ډپټی جنرل سېکرېټری ابرار سعید سواتی، د ېلال احمر خېبر پښتونخوا وائس چېئرمېن فرزند علی وزیر، تحصیل ناظم درابن همایون خان میاں خیل او نورو شخصياتو ګډون وكړو۔ ګډون كوؤنكو د معركه حق آپرېشن بنيان مرصوص په كاميابۍ ٬ د هېواد په معاشي پرمختګ او د شريكې خوشی په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔