وزيراعظم د آذربائیجان له دورې څخه وروستو د تاجكستان پلازمينې دوشنبه ته روان شو

لاچن۔29 مئی (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د زيارت په ورځ د آذربائیجان درې ورځنۍ دوره بشپړولو څخه وروستو د تاجكستان پلازمينې دوشنبه ته روان شوے دے ، د لاچن په نړيوال هوائي ډګر د آذر بائیجان نائب وزیر خارجه ایلنور مامیدوف ، په آذر بائیجان كښې تعینات د پاکستان سفیر قاسم محی الدین او نورې سفارتي عملې وزيراعظم رخصت كړو۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري …

لاچن۔29 مئی (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د زيارت په ورځ د آذربائیجان درې ورځنۍ دوره بشپړولو څخه وروستو د تاجكستان پلازمينې دوشنبه ته روان شوے دے ، د لاچن په نړيوال هوائي ډګر د آذر بائیجان نائب وزیر خارجه ایلنور مامیدوف ، په آذر بائیجان كښې تعینات د پاکستان سفیر قاسم محی الدین او نورې سفارتي عملې وزيراعظم رخصت كړو۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د آذربائیجان خپلې دورې په مهال د آذربائیجان صدر الهام علیوف سره دوه اړخيزه ملاقات وكړو۔ ده د پاکستان۔ ترکیه۔ آذربائیجان درې اړخيزه سمټ كښې او د آذر بائیجان د آزادۍ ورځې دستوره كښې ګډون وكړو۔ وزیراعظم به په دوشنبه كښې د ګلېشئرز تحفظ په اړه كېدونكي نړيوال كنفرنس كښې ګډون كوي۔

مزید خبریں