د حق په جګړه کښې د كاميابۍ نه پس د پاکستان نړیوال اهمیت زیات شوی دی۔ یوم تکبیر زمونږ د قومي كاميابۍ ورځ ده۔عطاء الله تارړ

لاچین 28 مئي (اے پي پي): د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر عطاء الله تارړ وئیلي چې د حق په جګړه کښې د كاميابۍ نه پس د پاکستان نړیوال اهمیت زیات شوی دی٬د آذربایجان خلکو په دې كاميابۍ جشن لمانځلې٬یوم تکبیر زموږ د قومي كاميابۍ ورځ ده۔ د شورو په ورځ ورځ آذربایجان دورې په مهال ميډيا سره خبرو کښې د اطلاعاتو وزير ووئیل چې د الله تعالی په فضل …

لاچین 28 مئي (اے پي پي): د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر عطاء الله تارړ وئیلي چې د حق په جګړه کښې د كاميابۍ نه پس د پاکستان نړیوال اهمیت زیات شوی دی٬د آذربایجان خلکو په دې كاميابۍ جشن لمانځلې٬یوم تکبیر زموږ د قومي كاميابۍ ورځ ده۔ د شورو په ورځ ورځ آذربایجان دورې په مهال ميډيا سره خبرو کښې د اطلاعاتو وزير ووئیل چې د الله تعالی په فضل او کرم سره په حق جګړه او عملیاتو بنیان مرصوص کښې كاميابي ترلاسه شوي۔ د وزیر اعظم شهباز شریف او فیلډ مارشال سید عاصم منیر په دې دوره كښې موجود دي۔ د آذربايئجان او ترکيې وګړو زموږ په كاميابۍ ډېرې خوشحالۍ لمانځلې۔ زمونږ به نن درې اړخیزې خبرې اترې كيږي ۔ مونږ د دواړو هېوادونو سره ستراتیجیکې اړیکې لرو ۔ د دې څخه وړاندې مونږ ترکیې او ایران ته تللي وو او نن دلته په آذربایجان کښې یو٬ نن د آذربایجان د جمهوریت ورځ او د پاکستان یوم تکبیر یوځای لمانځل کېږي٬ دلته د جشن یو حالت دی۔ ده ووئيل چې تيره ورځ وزیر اعظم شهباز شریف د آذربایجان صدر الهام عليوف او وګړو په بشپړ ملاتړ مننه وکړه۔ د پاکستان په اړه دلته لویئ احساسات دي۔ ده ووئيل چې وزیر اعظم شهباز شریف متحرک ډیپلوميسي پاکستان ته په نړیواله کچه نوی شناخت ورکړی دی۔ ده وئويل په حق جګړه کښې پاکستان په حق او حقیقت ولاړ ؤ او نړۍ د پاکستان دریځ ومنل۔عطاء الله تارړ ووئیل چې نن د یوم تکبیر او دلته د جمهوریت ورځې په مناسبت به وزیر اعظم شهباز شریف، د ترکیې صدر رجب طیب اردوان او د آذربایجان صدر الهام عليوف یوځای شي۔ده ووئيل چې زمونږ د ختیز ګاونډي هېواد ماتي سره مخ شوي وزیر اعظم د خپل خجالت پټولو لپاره غیر ١مه واره بيانونه وركوي، خو نړۍ د پاکستان ستائنه كوي ۔ د یوې پوښتنې په ځواب د اطلاعاتو وزیر ووئیل چې د وزیر اعظم شهباز شریف او نائب وزیر اعظم اسحاق ډار د سفارتي هڅو په سوب په نړیواله کچه د پاکستان اړیکې قوي كيږي، په داسې حال کښې چې په بېلابېلو څانګو كښې د همکارۍ زیاتولو لپاره به ډېر زر د پلاوو په کچه نور ملاقاتونه وشي۔ ده ووئيل د آذربایجان صدر د دواړو هېوادونو اړیکې لا زياتولو خوښي لري۔ ده ووئيل چې د ترکیې، آذربایجان او پاکستان وګړي، حکومتونه او مشرتابه د یو بل سره همغږي لري او د یو بل په خوشحالو كښې شریکېږي۔

مزید خبریں