اسلام اباد 28 مئي (اے پي پي) د کورنیو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئیلي چې د كال 1998 د مئي 28مه هغه ورځ ده کله چې پاکستان د هند د پنځو چاودنو په ځواب کښې شپږ اټومي چاودنې وکړې او دښمن ته یې ښكاره پیغام ورکړو ٬ پاکستان په اتومي چاودنو سره نړۍ ته وښوده چې مونږ د دښمن د هر جارحيت غاښ ماتوونکي ځواب ورکولو لپاره هر وخت …
د مئي 28مه نيټه د هر پاکستاني لپاره د فخر او افتخار ورځ ده٬ سائنسمدارو ، د پاکستان پوځ او سیاسي مشرتابه د ناقابل تسخيز پاکستان بنياد اېښودلې۔د کورنیو چارو وفاقي وزير.

مزید خبریں
اسلام اباد 28 مئي (اے پي پي) د کورنیو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئیلي چې د كال 1998 د مئي 28مه هغه ورځ ده کله چې پاکستان د هند د پنځو چاودنو په ځواب کښې شپږ اټومي چاودنې وکړې او دښمن ته یې ښكاره پیغام ورکړو ٬ پاکستان په اتومي چاودنو سره نړۍ ته وښوده چې مونږ د دښمن د هر جارحيت غاښ ماتوونکي ځواب ورکولو لپاره هر وخت چمتو یو۔ د یوم تکبیر په مناسبت قوم ته مبارکي وركولو سره، ده ووئيل چې د مئي 28مه نيټه د هر پاکستاني لپاره د ویاړ او افتخار ورځ ده۔ ده څرګنده کړه چې سائنسمدارو ، د پاکستان پوځ او سیاسي مشرتابه د پاكستان د ناقابل تسخيز بنياد اېښودلې، او ټول قوم سائنسمدارو ته سلام كوي ۔ ده ووئيل چې ستاسو دا کارنامه د دفاعي تاریخ زرین باب دی۔د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ووئیل چې د نړیوال فشار، اقتصادي بندیزونو او دهړوكو سره سره په 1998 كښې اتومي چاودنې کول د جرات لوئ مثال دے ۔ د کورنیو چارو وزیر ووئیل چې یوم تکبیر یوازې یوه ورځ نه، بلکه د عزم او همت روښانه مثال دې۔










