اسلام اباد 28 مئي (اے پي پي)د قانون، انصاف او بشري حقونو وفاقي وزير اعظم نذیر تارړ د تكبير ورځ په اړه وئیلي چې دا ورځ د خپلواکۍ د تحفظ او سیمه ایزې امن د پراختیا لپاره د پاکستاني قوم د قوي عزم څرګندونه کوي۔د تكبير ورځ په مناسبت خپل پیغام کښې ده ووئیل چې نن مونږ د تكبير ورځ په مناسبت هغه تاریخي لمحه په ویاړ یادوو کله چې …
د قانون، انصاف او بشري حقونو وفاقي وزير اعظم نذیر تارړ د پاکستان د خپلواکۍ د تحفظ لپاره د قومي عزم پخلے وكړو

مزید خبریں
اسلام اباد 28 مئي (اے پي پي)د قانون، انصاف او بشري حقونو وفاقي وزير اعظم نذیر تارړ د تكبير ورځ په اړه وئیلي چې دا ورځ د خپلواکۍ د تحفظ او سیمه ایزې امن د پراختیا لپاره د پاکستاني قوم د قوي عزم څرګندونه کوي۔د تكبير ورځ په مناسبت خپل پیغام کښې ده ووئیل چې نن مونږ د تكبير ورځ په مناسبت هغه تاریخي لمحه په ویاړ یادوو کله چې پاکستان د اسلامي نړۍ لومړی اتومي طاقت جوړ شو ۔دا ورځ د خپلواکۍ د تحفظ او سیمه ایزې امن ودي لپاره زمونږ د قوي عزم څرګندونه کوي۔ د 1998 اتومي كاميابي د قومي یووالي او زمونږ د وګړو د اجتماعي عزم علامت دے ۔ده هغه مشرتابه ته هم پيرزوئنې وړاندې كړي چې د دې مهم پړاو لاره یې هواره کړي۔ ده ووئيل دا پروګرام د پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بهټو شهید د وژن ترمخه پېل شوي او پخواني وزیراعظم محمد نواز شریف د قومي عزم تلپاتې میراث عملي کړې۔ ده ووئيل چې ننۍ ورځ د یوه قوي ، كوټلې پاکستان د جوړولو لپاره زمونږ د تحفظ د تازه کولو ورځ ده۔










