د سېنېت چئيرمېن سید یوسف رضا ګیلاني په سركاري دوره تركمانستان ته ته لاړو

اسلام اباد 28 مئي (اے پي پي) د سېنېت چئيرمېن سید یوسف رضا ګیلاني په سركاري دوره تركمانستان ته لاړو، د دې دورې بلنه ده ته د تركمنستان مجلس جئير پرسن وركړې ده۔ د سېنېټ سكرتریت له خوا جاري شوې اعلامیې له مخې د سید یوسف رضا ګیلاني دورې سره به د پاكستان او تركمانستان ترمنځه دوه اړخیزې اړیكې لا مستحكمي شي۔ سید یوسف رضا ګیلاني به د خپلي دورې په مهال د پارلماني پلاوو په تبادلو او نورو مهمو چارو خبرې اترې كوي ۔ د دواړو هېوادونو ترمنځه تجارتي او اقتصادي رابطو زياتولو به هم غور كولې شي ۔ د سېنېت چئيرمېن به د خپلې دورې په مهال د تركمنستان د اعلي سیاسي مشرانو سره هم ملاقاتونه كوي۔