اسلام اباد 28 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ وئيلي دي چې د تكبير ورځ د دې هعد د تجديد ورځ ده چې مونږ به د هر ډول بريدونو غاښ ماتوونكی ځواب وكوو او د هېواد په آزادۍ او خپلواكۍ به هېڅ كله سمجهوته ونه كړو ٬ د پاكستان دفاع په قوي لاسونو كښې ده، قوم په خپلو ځواكونو ، سائنسمدارو او سیاسي …
د پاكستان دفاع په قوي لاسونو كښې ده٬ قوم په خپل پوځ ٬ سياسي قيادت او سائنسمدراو باور لري۔د اطلاعاتو وفاقي وزير عطا الله تارړ د تكبير ورځ په مناسبت سره پیغام

مزید خبریں
اسلام اباد 28 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ وئيلي دي چې د تكبير ورځ د دې هعد د تجديد ورځ ده چې مونږ به د هر ډول بريدونو غاښ ماتوونكی ځواب وكوو او د هېواد په آزادۍ او خپلواكۍ به هېڅ كله سمجهوته ونه كړو ٬ د پاكستان دفاع په قوي لاسونو كښې ده، قوم په خپلو ځواكونو ، سائنسمدارو او سیاسي قيادت بشپړه باور لري۔د د تكبير ورځ په مناسبت قوم ته مباركي وركولو سره د اطلاعاتو وفاقي وزير عطا الله تارړ ووئيل چې د 1998 كښې د مئي په 2مه نيټه د پاكستان په تاریخ كښې یو مهم پړاو دی۔ په دې ورځ قوم د نواز شریف په مشرۍ كښې د هند د پنځو اتومي چاودنو په ځواب كښې شپږ كامياب اتومي چاودنې وكړې او د هېواد دفاع یې نا قابل تسخيز كړه ۔د تكبير ورځ نه یوازې د پاكستان د سائنسي،عسكري او سیاسي قيادت د عزم او استقامت څرګندونه ده، بلكه دا ورځ د دې خبري هم علامت دے چې كله هم هېواد ته چيلنج رامخې ته شي ، قوم یو موټې كيدو سره د دښمن د ماتولو لپاره په يو صف كښې ودریدلی ۔د اطلاعاتو وفاقي وزير عطا الله تارړ ووئيل چې نن یو ځل بیا پاكستان ثابته كړه چې د وطن د دفاع لپاره تر هر حد تللې شو۔ ده ووئيل د اوسنۍ پاك-هند جنګ په مهال د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ پاكستان د دښمن عزائم ناكامه كړي ۔ په كال 1998 كښې د نواز شریف په مشرۍ د هند د پنځو اتومي چاودنو په ځواب كښې شپږ اتومي چاودنې وشوې، او اوس د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ پاكستان د هند الوتكې په كاميابۍ سره راوغورځولې۔ دا كاميابي د هغه تسلسل برخه ده چې په كال 1998 كښې پیل شوی و او نن هم په بشپړ طاقت سره دوام لري۔ د اطلاعاتو وزیر ووئيل چې د پاكستان دفاع په قوي لاسونو كښې ده او قوم په خپلو پوځیانو، سائنسمدارو او سیاسي مشرتابه بشپړ باور لري۔ ده ووئيل د تكبير ورځ د دې عهد څرګندونه ده چې مونږ به د هر ډول بريدونو غاښ ماتوونكی ځواب وكوو او د هېواد په سلامتيا او خپلواكۍ به هېڅ كله سمجهوته ونه كړو۔










