د پاكستان سلامتيا زمونږ وړومبنې او آخري هدف دی، مونږ د امن خوښي لرو ۔ وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري

اسلام اباد 28 مئي (اے پي پي) وفاقي وزير سردار اویس احمد خان لغاري وئيلي چې د پاكستان سلامتيا زمونږ وړومبنې او آخري هدف دی٬ مونږ د امن داعیان یو، خو د جګړې لپاره هم بشپړ چمتو یو٬ هر هغه څوك چې زمونږ خپلواكي چيلنج كوي، ورته به د عبرت وړ ځواب وركولې شي ۔د تكبير ورځ یوازې د تېر احسان نه، بلكښې د سباؤن یو تړون دی۔وفاقي وزير سردار …

اسلام اباد 28 مئي (اے پي پي) وفاقي وزير سردار اویس احمد خان لغاري وئيلي چې د پاكستان سلامتيا زمونږ وړومبنې او آخري هدف دی٬ مونږ د امن داعیان یو، خو د جګړې لپاره هم بشپړ چمتو یو٬ هر هغه څوك چې زمونږ خپلواكي چيلنج كوي، ورته به د عبرت وړ ځواب وركولې شي ۔د تكبير ورځ یوازې د تېر احسان نه، بلكښې د سباؤن یو تړون دی۔وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري د تكبير ورځ په مناسبت خپل پیغام كښې ووئيل چې نن مونږ هغه عظيم ورځ یادوو كله چې پاكستان د چاغي د غرونو څخه نړۍ ته دا پیغام وركړو چې نور به زمونږ خپلواكۍ ته كوم زیان ونه رسیږي٬ سردار اوېس لغاري ووئيل چې د 1998 د مئي 28مه نيټه هغه تاریخي وخت وو كله چې مونږ د خپل ځان د حفاظت اتومي ډهال په خپلو لاسونو جوړ كړو ۔ ده ووئيل چې زمونږ واضح پیغام دی چې د پاكستان سلامتيا زمونږ وړومبې او آخري هدف دی۔ مونږ د امن داعیان یو، خو د جګړې لپاره هم بشپړه چمتو یو او هر هغه څوك چې زمونږ خپلواكي چيلنج كوي، ورته به د عبرت وړ ځواب وركولې شي ۔وفاقي وزير زیاته كړه چې زمونږ د ساینسمدارو او دفاعي پوهانو قربانیو مونږ ناقابل تسخير جوړ كړې يو۔ د پاكستان اتومي پروګرام یوازې دفاعي ضرورت دې چې څرګندونه یې د حق په جګړه كښې ټولې نړۍ ولیدله۔ وفاقي وزير ووئيل هغه څوك چې زمونږ امن خوښي رويه زمونږ كمزوري ګڼي، هغه دې د تاریخ په پاڼو كښې زمونږ طاقت وګوري۔

مزید خبریں