د تکبیر ورځ د پاکستان د خپلواکۍ نښه ده، ټول قوم د پاکستان په اتومي طاقت وياړ لري، د هېواد په دفاع کښې د پاکستان د پوځ كردار د ستاینې وړ دے- محمد جنید انوار چوہدري

اسلام اباد 28 مئي (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزیر محمد جنید انوار چوهدري وئیلي چې د تکبیر ورځ د پاکستان د خپلواکۍ نښه ده، د حق په جګړه کښې بریا د تکبیر ورځ اهمیت يو په دوه زيات كړې، ټول قوم د پاکستان په اتومي طاقت وياړ لري، او د هېواد په دفاع کښې د پاکستان د پوځ كردار د ستاینې وړ دی۔د سمندري چارو وفاقي وزیر …

اسلام اباد 28 مئي (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزیر محمد جنید انوار چوهدري وئیلي چې د تکبیر ورځ د پاکستان د خپلواکۍ نښه ده، د حق په جګړه کښې بریا د تکبیر ورځ اهمیت يو په دوه زيات كړې، ټول قوم د پاکستان په اتومي طاقت وياړ لري، او د هېواد په دفاع کښې د پاکستان د پوځ كردار د ستاینې وړ دی۔د سمندري چارو وفاقي وزیر محمد جنید انوار چوهدري د تکبیر ورځ په مناسبت په خپل پیغام کښې ووئیل چې تکبیر ورځ د پاکستان د خپلواکۍ نښه ده. پاکستان د مئي په 28مه نيټه د نړۍ وړومبې اسلامي اتومي طاقت جوړ شوي ۔ ده ووئيل ټول قوم د پاکستان په اتومي طاقت وياړ لري او زه ساینسمدارو، پوهانو او مشرتابه ته پيرزوئنې وړاندې كوم ۔جنید انوار چوهدري زیاته کړه چې مونږ به تل هغه کسان یاد ساتو كومو چې د هېواد دفاع دفاع ناقابل تسخيز جوړه كړي ۔ وفاقي وزیر ووئیل چې د حق په جګړه کښې بریا د تکبیر ورځ اهمیت يو په دوه زيات كړې۔جنید انوار چوهدري ووئیل هغه قومونه چې په لوے څښتن باور لري، چرې هم نه مایوسه کېږي۔ ده ووئيل چې پاکستان تل په سیمه کښې امن ته خاص پام لرنه كړي او نړۍ د پاکستان د امن كردار ستائلې دې ۔ ده ووئيل چې د هېواد په دفاع کښې د پاکستان د پوځ كردار د ستاینې وړ دی۔ د تکبیر ورځ د قومي فخر ، یووالي او شکرانې ورځ ده۔

مزید خبریں