اسلام آباد 27مئی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د راوپینډۍ اسلام آباد سپورټس جرنلسټس اېسوسي اېشن( رسجا) نوو ټاكلے شوو عهديدارو ته مباركي وركولو سره وئېلي دي حكومت آزاد٬ذمه وار او په مثبت صحافت پوخ باور لري٬د لوبو صحافت وده كښې د رسجا كردار د ستائنې وړ دے۔د نهې په ورځ په خپل بيان كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله …
د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د رسجا نوو ټاكلے شوو عهديدارو له مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 27مئی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د راوپینډۍ اسلام آباد سپورټس جرنلسټس اېسوسي اېشن( رسجا) نوو ټاكلے شوو عهديدارو ته مباركي وركولو سره وئېلي دي حكومت آزاد٬ذمه وار او په مثبت صحافت پوخ باور لري٬د لوبو صحافت وده كښې د رسجا كردار د ستائنې وړ دے۔د نهې په ورځ په خپل بيان كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ ابوبکر بن طلعت ته د صدر، سید ارسلان شیرازی ته په جنرل سیکرټری، ناصر عباس نقوی ته په فنانس سیکرټری، ذوالفقار بیګ ته په سینئر نائب صدر، عقیل انجم او اصغر علی مبارک ته په نائب صدور، حافظ عبدالرحمان او عاصم ریاض ته په جوائنټ سیکرټریز ټاكلے كېدو مباركي وركړه ۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل رسجا يو فعاله او متحرك صحافتي تنظيم دے٬كوم چې د لوبو صحافت ودې او د خبريالانو حقونو تحفظ كښې كليدي كردار ادا كوي۔ده ووئيل حكومت خبريالانو ته ورمخې ته شوو چېلنجونو نه خبر دے او د دې حل لپاره سنجيده اقدامات كوي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير د رسجا نوې باډۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ ده ووئېل د رسجا نوې مشرتابه به د خپلو پيشه وره صلاحيتونو په كارولو د صحافتي ورورولۍ اعتماد برقرار وساتي ۔










