حكومت د معيشت پیداواري څانګو مرستې لپاره عزم لري٬د سمې پالېسۍ په مرسته د پاكستان مينوفيكچرنګ د نړيوال معيار له مخې وړاندې راتللے شي۔د خزانې وزير محمد اورنګزيب پلاوي سره خبرې

اسلام آباد 27مئی (اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزېب د معيشت پېداواري څانګو مرستې لپاره د حكومت د عزم پخلي كولو سره وئېلي دي سټيل صنعت هېواد كښې د بنيادي ډهانچې پرمختګ او روزګار وركولو كښې مهم كردار ادا كوي٬ د سمې پالېسۍ په مرسته د پاكستان مينوفيكچرنګ د نړيوال معيار له مخې وړاندې راتللے شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د پاكستان اېسوسي اېشن آف لارج سټيل پروډيوسرز او آل پاكستان سيرامك ټائلز مينوفيكچررز اېسوسي اېشن پلاويو سره په ملاقاتونو كښې كړې۔د پاکستان ایسوسی ایشن آف لارج سټیل پروډیوسرز پلاوي مشري د پی اے ایل ایس پی پیټرن ان چیف عباس اکبر علي كوله۔پلاوي د سټيل صنعت ته د ورمخې ته شوو مهمو مسئلو پشان د توان د لوړې بيعې ٬ريګوليټري تضادات او اوږدې مودې سرمايه كارۍ لپاره د مستحكمې پالېسۍ په ماحول او ضرورت رڼا واچوله۔ده په رسمي كاروباري ادارو د ټيكس پالېسو د اثرات هم ذكر وكړو او حكومت څخه يې د يو ډول موقعو وركولو لپاره د ملاتړ خواست وكرو۔د خزانې وزير د صنعت اندېښنې تسليم كړې او د معيشت پېداواري څانګو ملاتړ لپاره يې د حكومت د عزم پخلے وكړو۔ده ووئيل سټيل صنعت په هېواد كښې د بنيادي ډهانچې پرمختګ او روزګار وركولو كښې مهم كردار ادا كوي۔ده باور وركړو چې د ستاسو نكات به د بجټ غونډو او د پالېسي مشاورت كښې شاملولې شي۔د خزانې وزير زور راوړو چې د پاكستان معاشي بحالي د اجتماعي ذمه وارۍ متقاضي ده ٬د معيشت استحكام او پرمختګ لپاره به هرې څانګې له خپل كردار ادا كول وي٬مونږ دا بوج يوازې په رسمي څانګو او تنخاداره طبقو نه شو اچولے۔د خزانې وزير ووئيل حكومت د يو جامع حكمت عملۍ له مخې ټيكس نيټ ته پراختيا وركولو٬ په زيات ټيكس وركوونكو طبقو انحصار كمولو او غېر دستاويزي معيشت رسمي دائره كښې راوستلو لپاره اقدامات كوي۔په دې لړ كښې ده ووئيل وزيراعظم پخپله باقاعدګۍ سره د غونډو مشري كوي دغسې چې معاشي نظم او نسق قوي كړے شي او ټولو څانګو كښې مساوات باوري كړے شي۔د خزانې وزير د اېسوسي اېشن تعميري شركت وستائېلو او د حكومت او صنعت ترمينحه په پرله پسې رابطه او د عملي اصلاحات په مطابقت يې زور راوړو۔ده باور وركړو چې د حكومت اقتصادي پالېسي په سپيځلتيا٬جامع او پرمختګ اداڼه دي۔د غونډې اختتام په دې شريك اتفاق وشو چې په سباؤن كښې به هم رابطه ساتلې شي او د صنعت په اړه پالېسۍ كښې ښه والي لپاره په ګډه كار كولې شي د ۔آل پاكستان سيرامك ټائلز مينو فيكچررز اېسوسي اېشن پلاوي مشري او د ينټ سيراميكا ايګزيكټو ډائرېكټر عبدالرحمان طلت كوله۔پلاوي د صنعت په اړه تفصيلي بريفنګ وركولو كښې ووئېل په پاكستان كښې دا مهال د سيرامك ټائلز د ورځې پېداوار نزدې 560000 مربع ميټر دے ٬ د دې په شا 100 ارب روپو څخه زياته سرمايه كاري موجود ده د كومې چې نزدې 60 فيصده غېر ملكي سرمايه٬په خاص توګه چين څخه راغلې۔ده ووئيل صنعت په ځايې وسائلو انحصار كښې ښكاره پیشرفت كړے۔درآمدي انحصار 74 فيصد څخه په كمېدو يوازې 4 فيصد پاتې شوې او اوس نزدې ټول خام مال او افرادي قوت په ځايې توګه ترلاسه دے۔پلاوي دا هدف ډېر زر تر 1 فيصد راوستلو عزم څرګند كړو او سيرامك صنعت يې د صلاحيت يو روښانه مثال وګرځولو۔