اسلام آباد۔27 مئی (اے پی پی) د وزیراعظم د صنعت او پېداوار خصوصي صلاحكار هارون اختر خان وئيلي دي د هېواد په معيشت كښې كاروباري ورورولي مهم كردار لري، په کمپنیز اېکټ كښې بدلونونه تجويز كولې شي۔ د صنعت او پېداوار وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د هارون اختر خان په مشرۍ كښې د ادارو په غېر ضروري لاس وهنه ، ځورونه او د پورونو په رسنه …
د هيواد په معيشت كښې كاروباري ورورولۍ زيات مهم كردار لري ، په کمپنیز ایکټ كښې بدلونونه تجويز كولې شي: هارون اختر خان

مزید خبریں
اسلام آباد۔27 مئی (اے پی پی) د وزیراعظم د صنعت او پېداوار خصوصي صلاحكار هارون اختر خان وئيلي دي د هېواد په معيشت كښې كاروباري ورورولي مهم كردار لري، په کمپنیز اېکټ كښې بدلونونه تجويز كولې شي۔ د صنعت او پېداوار وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د هارون اختر خان په مشرۍ كښې د ادارو په غېر ضروري لاس وهنه ، ځورونه او د پورونو په رسنه د كمېټۍ د اعلی كچ غونډه كښې د وزیراعظم شهباز شریف په هدايت د قائمه كمېټيو د كاركردګۍ جاج واغستلے شو۔ ده ووئيل د وزيراعظم هدايت له مخې د معيشت پرمختګ لپاره دا پالېسۍ به مهم كردار ترسره كړي۔ هارون اختر ووئيل كاروباري ورورولې لپاره به هر ممكن قانوني تحفظ باوري كولې شي۔ حكومت به د كاروباري او صنعت څانګې تحفظ باوري كوي۔ ده ووئيل د پاكستان په معيشت كښې د كاروباري ورورولۍ كردار زيات مهم دے٬ د دې تحفظ لازمي دے۔ ده ووئيل د اېکسېس ټو كرېډټ اړونده پالېسي راوړوو۔ كمېټي به د كاروباري ورورولۍ او د صنعت كارو مسئلو حل وړاندې كوي۔










