پېښور ٬ ګورنر هاؤس كښې اولسي ورځ وه٬فيصل كريم كنډي د كاركنانو مسئلې واورېدې او حل لپاره يې هدايات جاري كړل

پېښور 27 مئی (اے پی پی)پېښور ګورنر هاؤس كښې خاص اولسي ورځ تر سره شوه چې پكښې د ډېره اسماعيل خان او صوبې سوئېلي سيمو اوسېدونكو او د ګوند كاركنانو ګورنر فيصل كريم كنډي سره ملاقاتونه وكړل او خپلې مسئلې يې بيان كړې ۔د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې د پي پي پي پارليماني مشر احمد كريم كنډي٬صوبائي ډپټي جنرل سيكرټري ابرار سعيد سواتي او د هلال احمر خېبرپښتونخوا وائس چيئرمين فرزند علي وزير هم د هغوي سره وو۔فيصل كريم كنډي په دې موقع د خلكو مسئلې واورېدلې او حل لپاره يې سمدستي هدايات جاري كړل۔