نوشكي٬ د موټرسائيكل ناستو كسانو په ډزو د پوليو ډلې پوليس اهلكار شهيد شو

كوئټه 27 مئی (اے پی پی)د بلوجستان په نوشكي ضلع كښې د موټرسائيكل ناستو كسانو په ډزو د پوليو ډلې به امنيت مامور پوليس اهلكار شهيد شوے ۔پوليس له مخې د نهې په ورځ د نوشكي كلي محمد حسني سيمه كښې وسله والو د پوليو ډلې په حفاظت ولاړ پوليس اهلكار باندې ډزې وكړی چې په نتيجه كښې يې يو پوليس اهلكار عبدالوحيد په هغه دم شهيد شو۔پوليس ته د اطلاع ترلاسه كېدو سره امنيتي ځواكونه د پیښې ځاے ته ورسېدل او مړے يې روغتون ته منتقل كړو او د سيمې ناكه بندي كولو سره يې د تورن لټون پیل كړو ۔ بل خوا د بلوچستان حكومت وياند شاهد رند د پیښې نوټس اغستو سره په سمدستي توګه د تورنو نيولو لپاره احكامات جاري كړې دي ۔