
اسلام آباد 27 مئی (اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف په نوشكي كښې د پوليو مخ نيوي كمپائن په ډله د بريد غندنه كولو سره د دې په نتيجه كښې د شهيد شوي پوليس اهلكار عبدالوحيد غمجنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړې ده۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د شهيد شوي پوليس اهلكار كورنۍ سره د خواخوږۍ او يو والي څرګندونه وكړه او هغوي لپاره يۍ د زغم دعا وكړه۔ ده ووئيل چې د كوچنيانو سباؤن خوندي كولو لپاره د خپلې وظيفې په ترسره كوؤنكې ډله بريد كول د زغم وړ نه دے۔ ده زياته كړه چې د پوليو كمپائن مخالف شرخوښو عناصرو په ضد به سخته كارروائي كولې شي۔