وزيراعظم شهباز شريف درې اړخيزه غونډه كښې ګډون لپاره د آذربائيجان لاچين ښار ته ورسيد

لاچين 27 مئی (اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان-تركيه-آذربائيجان درې اړخيزه غونډه كښې ګډون لپاره د آذربائيجان لاچين ښار ته ورسېد۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د لاچين په هوائي ډګر د آذربائيجان خارجه وزير جيهون بيراموف٬ آذربائيجان كښې تعينات پاكستاني سفير قاسم محي الدين او سفارتي عملې د وزيراعظم هركلے وكړو۔وزيراعظم شهباز شريف٬د تركيه صدر رجب طيب اردوان او د آذربائيجان صدر الهام عليوف سره د پاكستان-تركيه-آذربائيجان درې اړخيزه غونډه كښې ګډون كوي۔ هغه به د آذربائيجان صدر الهام عليوف سره ملاقات هم كوي۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار٬د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ او د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي هم وزيراعظم سره دے۔