
تهران ۔27 مئی (اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف د ايران دوه ورځنۍ دوره بشپړولو څخه وروستو آذربائيجان ته روان شو۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د تهران په مهر آباد هوائي مېدان د ايران داخله وزير اسكندر مومني٬ په پاكستان كښې د ايران سفير رضا اميري مقدم٬ په ايران كې د پاكستان سفير مدثر ټيپو او اعلٰی سفارتي اهلكارو وزيراعظم او د پاكستان پلاوي ته په مخه ښه ووئيل۔ وزيراعظم د خپلې دورې په مهال د ايران سپريم ليډر آيت الله سيد علي خامنه اي او صدر ډاكټر مسعود يزشكيان سره ملاقات وكړو۔ په ملاقاتونو كښې په پاك ايران اړيكو او په خاص توګه تجارتي او سيمه ايزو رابطو ته په وده وركولو خبرې اترې وشوې۔ په ملاقاتونو كښې په سيمه ايزو چارو هم خبرې وشوې او د هند لخوا په پاكستان د مسلط شوې جنګ په مهال په منطقه كښې امن لپاره د ايران هڅې وستائلې شوې۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه سټريټجك اړيكې قوي كولو سره سره په غزه كښې د روان ظلم او جبر فوري مخ نيوې او په تلپاتې جنګ بندۍ خبرې هم د ملاقاتونو برخه پاتې شوه۔ وزيراعظم به د ايران خپله دوه اړخيزه دوره بشپړولو څخه وروستو د آذري صدر په بلنه د آذربائيجان دوره كوي۔ د تركيې او ايران نه پس به وزيراعظم د خپلو څلورو هېوادونو دورې درېم پړاؤ لپاره آذربائيجان ته ځي۔ وزيراعظم شهباز شريف به د دې نه پس تاجكستان ته ځي۔