اسلام آباد 26 مئی (اے پی پی)چيف جسټس آف پاكستان جسټس يحٰی آفريدي وئېلي دي په عدالتي نظام كښې د ټېكنالوجۍ انضمام يواځې جديدت نه دے بلكې عدالتونه زيات د رسائۍ وړ٬سپيځلو او موثر جوړولو لپاره ضرورې دے۔د سپريم كورټ اولسي اړيكو څانګې نه جاري شوي بيان ترمخه ده د ګل په ورځ د قانون او انصاف كمېشن آف پاكستان تر سيوري لاندې سمپوزيم چې سرخط يې ؤ "د پاكستان …
عدالتي نظام كښې د ټېكنالوجۍ انضمام عدالتونه زيات د رسائۍ وړ٬سپيځلي او موثره جوړولو لپاره ضرورې دے۔ د چيف جسټس آف پاكستان جسټس يحٰی آفريدي د ايل جے سي پي تر سيوري لاندې سمپوزيم ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد 26 مئی (اے پی پی)چيف جسټس آف پاكستان جسټس يحٰی آفريدي وئېلي دي په عدالتي نظام كښې د ټېكنالوجۍ انضمام يواځې جديدت نه دے بلكې عدالتونه زيات د رسائۍ وړ٬سپيځلو او موثر جوړولو لپاره ضرورې دے۔د سپريم كورټ اولسي اړيكو څانګې نه جاري شوي بيان ترمخه ده د ګل په ورځ د قانون او انصاف كمېشن آف پاكستان تر سيوري لاندې سمپوزيم چې سرخط يې ؤ “د پاكستان عدالتي نظام كښې د ټېكنالوجي استعمال:امكانات او وعدې”ته خطاب كولو۔په سمپوزيم كښې معزز ججانو صاحبانو٬نړيوالو پوهانو او اعلٰی سركاري چارواكو ګډون وكړو دغسې چې په عدالتي اصلاحات كښې د سباؤن په ډيجيټل بدلون ترمخه غور وكړے شي۔د سپريم كورټ جج جسټس شاهد وحيد پاكستان كښې په عدالتي نظام كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ د ترقۍ او ارتقاﺀ جاج وړاندې كړو چې پكښې سر كړي اهداف او د موجوده ډهانچې چېلنجونه رامخې ته كړے شول۔په دې سمپوزيم كښې د نړيوالو پوهانو رائې هم شاملې وې چې پكښې د چين سپريم پيپلز كورټ څخه تعلق لرونكے پوهې لي شياؤ هوئي د چين د عدالتي اصلاحات ډيجيټل سفر بيان كړو۔د استنبول ټيكنيكل يونيورسټۍ پروفيسر ډاكټر حسن مندل په نړيوال تناظر كښې په عدالتونو كښې د ټېكنالوجۍ په اطلاق رڼا واچوله او د غازي پوهنتون تركيه پروفيسر ډاكټر چيتن الماس په عدالتي نظام كښې د مصنوعي زيركتيا په زياتېدونكي كردار خبرې وكړې۔د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كام وفاقي سېكرټري ضرار هشام خان د پاكستان ډيجيټل انفراسټركچر منصوبې بيان كړی او په عدالتي څانګه كښې بدلون لپاره په اداره جاتي مرسته يې زور راوړو۔په خپل خطاب كښې چيف جسټس آف پاكستان دا سمپوزيم په وخت وګرځولو كوم چې د قامي عدالتي پالېسي سازې كمېټۍ (اين جے پي ايم سي)د راروانې غونډې اصلاحاتي ايجنډې ترمخه دے۔چيف جسټس د جسټس محمد علي مظهر٬جسټس شاهد وحيد٬جسټس علي باقر نجفي(ججز سپريم كورټ آف پاكستان)چيئرمېن او غړي د نېشنل جوډېشل آټو ميشن كمېټۍ(اين جے اے سي)او د قانون او انصاف كمېشن آف پاكستان(ايل جے سي پي)په مشرۍ كښې د اقدام ستائنه وكړه۔ده د نړيوالو مېلمنو هركلي كولو سره د چين سپريم پيپلز كورټ چيف جسټس جسټس ژانګ جن او د تركيې د آئيني عدالت چيف جسټس جسټس قادر اوزكايا د پرله پسې مرستې او د عدالتي همكارۍ مننه وكړه۔په اصلاحاتي اقدامات رڼا اچولو سره ده د سپريم كورټ د اړخه د معرفي كړو د اي فائلنګ په پريكړو ٬ د كيو آر كوډز٬د ويډيو لنك د سماعتونو پراختيا د وګړو د رائے په پورټل او د مقدمو نګرانۍ له د ډيټا اينالټكس د كارولو ذكر وكړو خو ده تسليم كړه چې د ډيجيټل خليج٬بدلېدونكي قانوني ډهانچسې او د سائبر سيكورټي خطرات اوس هم مهم چېلنجونه دي۔ده زور راوړو چې په ټېكنالوجۍ كښې د مزاحمت او اصلاحات په لار كښې خنډ نه دي جوړول پكار او د يو جامع قومي فريم ورك ضرورت دے كوم چې د عدالتي ډيجيټل بدلون لارښونه وكړي چې پكښې قوي سائبر سكيورټي پروټوكولز٬د اے آئي استعمال لپاره اخلاقي د لارښونې اصول او اعلٰی عدالتونه٬عدالتي اكيډمۍ ٬سركاري ادارې٬تعليمي ادارې او قانوني ورورولۍ ترمينحه د مرستې كلتور شامل وي۔










