د پاكستان او ايران بېلو څانګو كښې مرستې زياتولو ته اتفاق٬په منطقه كښې امن لپاره د ټولو حل غوښتونكو مسئلو حل لپاره خبرو اترو ته چمتو يو۔ د وزيراعظم شهباز شريف د ايران صدر سره شريك پرېس كنفرنس

تهران 26 مئی (اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي پاكستان او ايران تجارت او د سرمايه كارۍ پشمول بېلو څانګو كښې مرستې زياتولو ته اتفاق كړے٬په منطقه كښې د امن لپاره ګاونډي هېوادونو سره د اوبو مسئلې٬د كشمير شخړې او د ترهه ګرۍ مخ نيوي پشمول ټولو حل غوښتونكو مسئلو حل لپاره خبرو اترو ته چمتو يو۔پاكستان د امن مقصد لپاره د ايران اتومي سول پروګرام ملاتړ كوي۔د دې …

تهران 26 مئی (اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي پاكستان او ايران تجارت او د سرمايه كارۍ پشمول بېلو څانګو كښې مرستې زياتولو ته اتفاق كړے٬په منطقه كښې د امن لپاره ګاونډي هېوادونو سره د اوبو مسئلې٬د كشمير شخړې او د ترهه ګرۍ مخ نيوي پشمول ټولو حل غوښتونكو مسئلو حل لپاره خبرو اترو ته چمتو يو۔پاكستان د امن مقصد لپاره د ايران اتومي سول پروګرام ملاتړ كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان سره شريك پرېس كنفرنس ته د وينا كولو په مهال وكړه۔وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د ورور هېواد ايران په دوره كولو ډېر خوشحاله شوے يم٬ايران زمونږ دويم كور دے٬زما او د پلاوي په بشپړ او تود هركلي مننه كوم۔ده ووئيل مونږ تعميري او ګټورې خبرې كړي چې پكښې د شريكې خوښې او مرستې په ټولو څانګو د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ ده ووئېل د دواړو وروڼو او ګاؤنډي هېوادونو سره د تجارت٬سرمايه كارۍ پشمول ټولو څانګو كښې مرسته زياتول غواړو۔ده ووئيل پاكستان او ايران كلتوري او تاريخي اړيكې لري٬مونږ په بېلو څانګو كښې دا اړيكې په ګټوره مرسته د بدلولو پريكړه كړې ده ٬ د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان څو ورځې وړاندې برصغير كښې په رامخې ته شوي صورتحال او په سخت وخت كښې په ټيليفون كښې د يووالي او تشويش څرګندونه كړې وه ٬د پاكستان اولس لپاره د هغه اندېښنې او د ورورولۍ احساسات مننه كوو۔ ده ووئېل دوي دا بحران په نور تاؤ تريخوالي بدلولو څخه وړاندې د دې د مخ نيوي خواهش څرګند كړے ۔وزيراعظم ووئيل د ايران خارجه وزير عباس عراقچي ښه سفارتكار دے٬هغه سره د پاكستان دورې په مهال تفصيلي خبرې شوي ٬د لويې څښتن په فضل او كرم او زمونږ د پوځ په مړانه او د پاكستان وسله والو ځواكونو غېر متزلزل ملاتړ څخه مونږ په دې بحران كښې فاتح شوو ٬ ده ووئېل مونږ امن غواړو او د خبرو د لارې په منطقه كښې امن لپاره كار كوو٬د كشمير شخړی پشمول ټولې شخړې د خبرو اترو د لارې هواري له خوښي لرو٬د كشمير مسئله دې د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې حل كړی شي٬ ده ووئېل په كال 1954 كښې د هند لوك سبها كښې آنجهاني وزيراعظم جواهرلعل نهرو د جمو او كشمير اولس ته د حق خود اراديت وركولو وعده كړې٬مونږ امن لپاره ګاونډيانو سره د اوبو مسئلې٬د تجارت ودې او ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره خبرو ته چمتو يو خو كه چرې د سنجيدګۍ مظاهره وكړې شوه او كه چرې د جارحيت لاره اختيار كړی شوه نو بيا به مونږ د خپل هېواد او سيمه ايز سالميت دفاع كوو څنګه چې څو ورځې وړاندې مونږ وكړه ٬ ده ووئېل كه چرې هغوي د امن وړاندېز قبول كړو نو مونږ به په حقيقت كښې او سنجيدګي اوښائيو ۔وزيراعظم ووئيل د غزه صورتحال ډېر تشويشناك دے٬مونږ د هغې غندنه كوو٬ 50 زره څخه زيات فلسطينيان شهيدان شوي٬نړيوالې ورورولۍ له په منطقه كښې سمدستي او تل پاتي جنګ بندۍ لپاره خپله مخ ملازه استعمالول پكار ده ۔ده ووئيل چ پاكستان ايران كښې د امن٬پرمختګ او خوشحالۍ لپاره خپل ورورو اولس سره ولاړ دے او مونږ سول او پرامن اتومي پروګرام لپاره د ايران ملاتړ كوو٬په دې اړه به سباؤن كښې نزدې مشاورت روان وي۔د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان ووئيل پاكستان ورور ګاونډي هېواد دے٬د وزيراعظم شهباز شريف ايران ته د راتللو هركلے كوو٬دواړو هېوادونو ترمينځه د لسيزو راهسې كلتوري او تاريخې اړيكې قائم دي٬د او آئي سي په پليټ فارم دواړو هېوادونو دريځ يو ډول دے۔ده ووئيل د منطقې پرمختګ او خوشحالي د امن څخه ممكن ده٬د پاكستان او هند ترمينځه د جنګ بندۍ هركلے كوو۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه٬سياست٬معيشت او د نړيوالو اړيكو پشمول بېلو څانګو كښې په مرسته خبرې شوي۔ده ووئيل په پولئيزو سيمو كښې د ترهه ګرۍ مخ نيوي په اړه دوه اړخيزه نزدې مرسته ضروري ده٬ايران او پاكستان د فلسطين كاز بشپړ ملاتړ كوي٬فلسطين كښې په شوې نسل كشۍ د نړيوالې ورورولۍ خاموشي يوه پوښتنه ده

مزید خبریں