اسلام آباد۔26مئی (اے پي پي ) د وزیراعظم خاص معاون د صنعت او پیداوار لپاره هارون اختر خان په مشرۍ كښې د ادارو غیر ضروري مداخلت، ځورونې خلاف او د پورونو وركولو په اړه د اړوندو كمېټو يوه اعلیٰ كچ غونډه وشوه ۔ غونډه كښې وزیراعظم محمد شهباز شریف په سپارښتنه د جوړو شوو کمیټیو د کارکردګۍ جاج واغستلے شو د كومو مقصد چې کاروباري او صنعتي څانګو ته د …
حکومت کاروباري ورورولۍ ته هر ممکن قانوني تحفظ وركولو او صنعتي و تجارتي هلو ځلو ته محفوظ ماحول وركولو له لوظي دے ،هارون اخترخان

مزید خبریں
اسلام آباد۔26مئی (اے پي پي ) د وزیراعظم خاص معاون د صنعت او پیداوار لپاره هارون اختر خان په مشرۍ كښې د ادارو غیر ضروري مداخلت، ځورونې خلاف او د پورونو وركولو په اړه د اړوندو كمېټو يوه اعلیٰ كچ غونډه وشوه ۔ غونډه كښې وزیراعظم محمد شهباز شریف په سپارښتنه د جوړو شوو کمیټیو د کارکردګۍ جاج واغستلے شو د كومو مقصد چې کاروباري او صنعتي څانګو ته د پیښو مهمو مسائلو حل لټول دي ۔ هارون اختر خان په دې موقع زور راوړلو سره ووئېل د وزیراعظم وژن تر مخه دا پالیسۍ به د معیشت په ترقۍ كښې کلیدي کردار ادا کوي ۔ده باور وركړو چې حکومت کاروباري برادرۍ ته هر ممکن قانوني تحفظ وركولو او صنعتی و تجارتي هلو ځلو لپاره به محفوظ ماحول باوري كولو له لوظي دے ۔ ده د پاکستان معیشت كښې د کاروباري ورورولۍ مهم کردار رامخې ته كړو او د دوي د مفادات د تحفظ په ضرورت يې زور راوړو ۔










