د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان په سرکاري دوره جاپان ته ورسېد

اسلام آباد۔26مئی (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان په يوه اعلیٰ كچ سرکاري دوره د ګل په ورځ جاپان ته ورسېد، د دورې مقصد د پاکستان او جاپان تر مينځه معاشي، تجارتي او د سرمایه کارۍ اړېكې لا قوي كول دي ۔ د ګل په ورځ د وزارت نه جاري اعلامیه تر مخه د تجارت وزير کانسائي انټرنیشنل هوائي مېدان ته په رسېدو د پاكستان اکنامک …

اسلام آباد۔26مئی (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان په يوه اعلیٰ كچ سرکاري دوره د ګل په ورځ جاپان ته ورسېد، د دورې مقصد د پاکستان او جاپان تر مينځه معاشي، تجارتي او د سرمایه کارۍ اړېكې لا قوي كول دي ۔ د ګل په ورځ د وزارت نه جاري اعلامیه تر مخه د تجارت وزير کانسائي انټرنیشنل هوائي مېدان ته په رسېدو د پاكستان اکنامک منسټر، ډائریکټر پاکستان پویلین ایکسپو 2025 او د ټریډ اینډ انویسټمنټ کؤنسلر تود هر كلے وكړو ۔ د نهې په ورځ به جام کمال خان اوساکا كښې په روان 2025 ورلډ ایکسپو كښې د پاکستان د نمائندګۍ مشري كوي ۔ د دې نه علاوہ جام کمال به د جاپان ایسوسی ایشن 2025 لپاره د ورلډ ایکسپوزیشن لارښودو سره هم ملاقات كوي ۔ دغې نه پس به وفاقي وزیر د بېلا بېلو هېوادونو د پویلینز دورہ کوي چې پكښې د پاکستان پویلین ته خصوصي اهمیت تر لاسه دے ۔ د پاکستان پویلین كښې به د هېواد رامخې ته كېدونكې څانګې لكه روایتي دستکارۍ، د سېلګرۍ کشش د صنعتي قوت په ډول وړاندې كولې شي ۔دغسې د تجارت وزير به د نورو مهمو سيمه ايزو او نړيوالو شراکت دارو د پویلینز هم دورہ کوي ۔د دې مصروفیات نه علاوہ به هه يوه سفارتتي د ماسخوتن مېلمستياﺀ كښې هم ګډون كوي او د جاپان چارواكو او کاروباري شخصیات سره به ملاقاتونه هم كوي ۔

مزید خبریں