کراچۍ: 26 مئی ( اےپی پی) د سندھ مدرسة الاسلام پوهنتون او د المان یونیورسټی آف کولون په زده كړو او علمي څېړنه كښې دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركولو له د مفاهمت يادښت لاس ليك كړے دے او د مصنوعي زېركتيا او اسټیم سېل ټېکنالوجی په څانګه كښې په تحقيق يۍ اتفاق كړے دے۔ د سندھ مدرسة الاسلام پوهنتون وائس چانسلر ډاکټر مجیب صحرائي او د یونیورسټی آف کولون …
د سندھ مدرسة الاسلام او د المان كولونو پوهنتون ترمينځه د مفاهمت يادښت لاسليك شو

مزید خبریں
کراچۍ: 26 مئی ( اےپی پی) د سندھ مدرسة الاسلام پوهنتون او د المان یونیورسټی آف کولون په زده كړو او علمي څېړنه كښې دوه اړخيزه مرستې ته ودې وركولو له د مفاهمت يادښت لاس ليك كړے دے او د مصنوعي زېركتيا او اسټیم سېل ټېکنالوجی په څانګه كښې په تحقيق يۍ اتفاق كړے دے۔ د سندھ مدرسة الاسلام پوهنتون وائس چانسلر ډاکټر مجیب صحرائي او د یونیورسټی آف کولون د انسټی ټیوټ آف نوصروفزیولوجی چیئرمېن او ډائرېکټر پروفېسر ډاکټر جرګن هېشلر د ډاکټر صحرائي د كولون پوهنتون اوسنۍ دورې په مهال د تفاهم يادښت لاس ليك كړو۔ د اېم او يو له مخې پرېكړه وشوه چې د لېکچر سیریز او ورکشاپس په شمول په ټولو پروګرامونو كښې به مرسته كولې شي٬ د فنډېډ ریسرچ پراجېکټس د لارې به شريك څېړنيزو فعاليتونو ته وده وركولې شي ، تحقیقی ماډلز ته حتمي شكل وركولو له به د فېکلټی او اسټاف تبادلې يا دورې پېل كولې شي٬ د زده كوؤنكو د اېکسچېنج او وزټنګ پروګرام به پیل كولې شي۔ د سندھ مدرسة الاسلام پوهنتون وائس چانسلر ډاکټر مجیب صحرائی په 26 مئي 2025 په پوهنتون كښې شوې يوه غونډه كښې ووئيل د سندھ مدرسة الاسلام پوهنتون فېكلټي او زده كوؤنكو ته په خاص توګه د تحقيق په مېدان كښې ګټه رسولو له نوموړو نړيوالو ادارو سره همكاري پېل كړې ده۔ ده ووئيل سندھ مدرسة الاسلام پوهنتون د پاكستان د بېلو صوبو پوهنتونونو سره هم د مفاهمت يادښتونه لاس ليك كړې دي۔ ده اېس اېم آئي يو سره په مرسته كولو د یونیورسٹی آف کولون د انتظاميې مننه وكړه او خوښي يۍ ښكاره كړه چې دواړه ادارې به د تحقيق په مېدان كښې كاميابۍ سره مخ په وړاندې لاړې شي۔










